د لاس رسي وړ اتصالات

په هند کې د انتخاباتو وروستۍ مرحله


نن په ټول هند کی خلک د پارلمانی انتخاباتو په پنځمه او وروستئ مرحله کی خپلی راېې ورکوی.

توقع ده چې نن به د انتخاباتو نه څو ساعته وروسته مقدماتي نتیجه څرگنده شي ځکه چې د انتخاباتو د ختمېدلو نه وړاندې د راېې ورکولو په جریان کی د وخت نه مخکی د احتمالی نتایجو اعلانول غېر قانونی دي.

وروستئ نتېجه به ېې شنبی په ورځ په رسمی ډول اعلانېږی. څارونکي په دی نظر دی چې ددو اصلی سېاسی گوندونو، واکمن کانگرس گوند او بهارتېه جنتا گوند تر منځ سېالی ډېره سخته وه، خو ددې خبرې هیڅ امید نشته چې یو گوند به هم دومره څوکئ وگټي چې په مستقل ډول به خپل حکومت جوړ کړي.

د هند تر کنترول لاندی کشمېر کی بېلتون غوښتونکو ددی انتخاباتو په خلاف دوه ورځی اعتصاب اعلان کړی دی.

د کشمېر مسلمانان واېې چې دا ډول پارلمانی انتخابات که ومنل شی نو په کشمیر باندی به د هند واکمنئ ته مشروعېت وبخښي. په روانو پارلماني انتخاباتو کی اوه سوه څلوار لس مېلونه خلک حق لرې چې خپلې راېې ورکړی،خو د لوژسېتکی او امنیتی وجوهاتو له امله دا انتخابات ډیر ورو سر ته رسيږي.

XS
SM
MD
LG