د لاس رسي وړ اتصالات

سپین بولدک کی پر پولیسو ځانمرگی برید


د افغانستان سرحدي پولیس وایی چی یوه ځان مرگه خپل موټر بم په سپین بولدک کی د پولیسو په یوې تاڼې باندی وروست. ددې حملې د تلفاتو په باب ضدو نقیض رپوټونه ورکړه شوي دي.

مگر چارواکو ویلي دي چی په دې حمله کی چی نن د پنجشنبې په ورځ وسوه، لږ تر لږه د پولیسو څلور صاحب منصبان او یو ملکي سړی وژل شوی دی. په دوو رپوټونو کی ویل شوي دي چی په زخمي پولیسانو کی دوه تنه یې وروسته مړه سول.

د پولیسو مامورین وایی چی ځان وژونکي خپل موټر بم هغه وخت والوځاوه چی د پولیسو تاڼې ته ورسید. سپین بولدک د پاکستان او افغانستان تر منځ یوه غټه سرحدي سیمه ده.

د طالبانو یوه نطاق قاري یوسف احمدي وویل چی دا حمله دوی کړې ده.

په یوه بل خبر کی ناتو ویلي دي چی یو برتانوی پیلوټ وروسته له هغه سپک زخمي سو چی جنگي جیټ الوتکه یې په کندهار کی د الوتو نه وروسته راولویده.

د ناتو یوه نطاق وویل چی پیلوټ د الوتکي نه را وایستل سو او یوه روغتون ته ورسول سو. هغه وویل چی دا الوتکه ددښمن په ډزو کی نه ده رالویدلې.

XS
SM
MD
LG