د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: د سوات مهاجر مرسته غواړي


د پاکستان صدراعظم یوسف رضا گیلاني هوډ کړی چی په صوبه سرحد کی به په یاغی طالبانو باندی نظامي کامیابي تر لاسه کوي، مگر هغه دا خبر داری هم ورکړ چی که حکومت د هغو مهاجرینو سره مرسته ونه کړی چی ددې جگړو نه تښتي، نو د خلکو ملاتړ به له لاسه ورکړی.

هغه نن د پنجشنبې په ورځ د پاکستان پارلمان ته وویل چی د سوات نه د مهاجرو دا بهیر د ١٩۴٧ کال را پدې خوا چی پاکستان تاسیس سوی، تر ټولو غټ بهیر دی.

ملگري ملتونه وایی چی د وروستیو جگړو په وجه تقریبا ٨٠٠ زره خلک مجبور شوي دي چی خپل کورونه پریږدي او په دې سره د ټولو هغو خلکو شمیر چی د تیر کال راهیسي بې ځایه شوي دي، تر یو ملیون تنو اوښتی دی.

د سیمي نه رسیدلي رپوټونه وایی چی د لغوي شوي جماعت دعوه په نامه د یوې خیریه مؤسسې غړي دغو مهاجرینو ته د مرستو مواد رسوي او هغوي کمپونو ته استوي. جماعت دعوه د لشکر طیبه د ډلي سره ارتباط لری.

پرون د مهاجرینو په ځینو کمپونو کی جنجالونه او تاوتریخوالی هغه وخت را پیدا سو چی خلکو دا هڅي کولې چی د مرستي مواد لکه اوبه، خوراکي شیان او داسي نور ترلاسه کړی.

XS
SM
MD
LG