د لاس رسي وړ اتصالات

د هلمند په ولایت کی ٢٢ یاغیان وژل شوي


محلي مامورین وایی چی د افغانستان په جنوب کی په جگړو کی ٢٢ یاغیان وژل شوي دي.

چارواکو وویل چی دغه یاغیان د ناتو په هوایي حملو او د افغان امنیتي قواوپه عملیاتو کی چی نن یې د هلمند په ولایت کی پر یوې ډلي یاغیانو باندی وکړل، وژل شوي دي. هغوی وویل چی د طالبانو څو تنه قوماندانان هم په مړو کی شامل دي.

دا پېښه د هلمند مرکز لښکر گاه ښار ته نژدې شوې ده.

د برتانیې ددفاع وزارت مخکی ویلي و چی په همدې ولایت کی د سړک پر غاړه د بم په چاودنه کی یو برتانوی عسکر وژل سوی دی.

ددغه وزارت یوه نطاق پرون د جمعې په ورځ وویل چی دغه عسکر د پنجشنبې په ورځ هغه وخت ووژل سو چی موټر یې په بم برابر سو.

XS
SM
MD
LG