د اسراییلو نوی صدراعظم واشنگټن ته راغلی چی د امریکایی چارواکیو سره د اسراییلو او عربو د سولی او د ایران د اټومی پروگرام په اړه وغږیږی.
صدراعظم بینجامین نیتان یاهو نن سهار واشنگټن ته رارورسید.
هغه وویل چی د اسراییلو او فلسطینیانو راتلونکی خبری د فلسطین د دولت د جوړیدو یه ځای باید د اقتصآدی او امنیتی مساییلو په اړه وی. هغه د فلسطین د دولت د جوړیدو نظر تر اوسه نه دی تایید کړی.
د امریکا جمهور ریس د منځنی ختیځ د سولی په اړه ویلی چی د اسراییلو او فلسطين د لانجی د حل لپاره د د دوو دولتونو مینځ ته راتگ د هغه د هلو ځلو اصلی هدف دی.