د لاس رسي وړ اتصالات

د صومالېې ېاغېانو د موگادېشو په شمال کې بل ښارگوټی نېولی دی


د صومالېا په جنوب کې، سخت درېځه مسلمانانو په هغه حمله کې چې د حکومت د پاتی څو مورچلونو خلاف ېې کړې وه ېو بل ښار گوټی نېولی دی.

عېنی شاهدان واېې الشباب په نامه سخت درېځه ډلې جنگېالېو د ېکشنبی په ورځ د مهادې په نامه ېو ښار گوټی د ېکشنبی په ورځ ناوخته ونېو.

په همدی ورځ ېې د جوهر په نامه غټ ښار تر دې مخکی نېولی و.

د سېمی اوسېدونکی واېې چې سخت درېځو په مهادی باندی حمله وکړه او له ډزونه پرته ېې دا ښار ونېو.

د موگادېشو په شمال کې دوه ښارونه د اسلامی محاکمو اتحآد په نامه گوند چې د صومالی د کمزوری حکومت ملاتړ کوی نېولی دی.

رپوټ واېې چې حکومت او متحدېن ېې اوس په پاېتخت کې ېوه برخه سېموکې واکمنی لری او د د بلېدوېن سېمه چې په مرکزی صومالېه کې ده هم ددوی ترکنترول لاندی ده.

رپوټ واېې چې اسلامی ېاغېان د بلېدوېن د ښار په لور په دې امېد روان دی چې دغه ځاې ونېسی.

الشباب او ېوې بلې اسلامی ډلې حزب اسلامی په گډه باندی د حکومت په مواضعو باندی لس ورځی مخکی حمله وکړله. لږ تر لږه ېوسلو لس کسان دموگادېشو په جگړو کې وژل شوېدی.

XS
SM
MD
LG