د لاس رسي وړ اتصالات

براک اوباما به د اسراېېلو له صدر اعظم سره ملاقات وکړی


د امرېکا جمهور رئېس براک اوباما به د اسراېېلو له صدر اعظم بنجامېن نتانېاهو سره په واشنگټن کې نن ددوشنبی په ورځ ملاقات وکړی.

دا لومړی ځل دی چې د ادواړه مشران له ېوبل سره داول ځل لپاره ملاقات کوی. د اسراېېلو د صدر اعظم ېوه مرستېال ووېل چې هغه به په خپلو خبروکی کوشش وکړی چې اېران له اټومی وسلو نه اېسار کړی.

اسراېېل دا اندېښنه لری چې اېران د اټومی وسلود لاسته راوړلو په برخه کې ډېر پرمختگ کړېدی.

ښاغلی اوبا ما او بنجامېن نتانېا هو به د اسراېېلو او عربی گاونډېو هېوادونو ترمنځ د سولی په امکاناتو خبری وکړی.

ښاغلی اوباما وېلی دی چې د دوه جلا دولتونو جوړېدل دمنځنی ختېځ د جامع سولی لپاره مرکزی حېثېت لری.

خو نتانېاهو وېلی دی چې اسراېېل او فلسطېن ته پکار دی چې په اقتصادی پر مختگ او امنېت باندی تمرکز وکړی نسبت دېته چې د فلسطېن په جلا دولت باندی تمرکز وکړی.

XS
SM
MD
LG