د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا پارلمان د گوانتانامو د تړلو مصرف منظور نکړ


د امریکا د مشرانو جرگه وايي، تر هغو به د گوانتانامو د زندان د بندولو لپاره بودیجه منظور نه کړي چې د اوباما حکومت ورته دا خبره روښانه نه کړي چې د راتلونکي کال په جنوري کې به ددغه زاندان د بندولو وروسته د ٢۴٠ بندیانو سرنوشت څنگه کیږي.

جمهور رئیس اوباما ددې برسېره چې د ملک له پارلمان نه د افغانستان او عراق د جگړو لپاره نورې پیسې غواړي، د گوانتانامو د زندان د تړلو لپاره یې هم ٨٠ میلیون ډالر غوښتي دي.

خو د پارلمان د غړو په خاص ډول د جمهوري غوښتونکو انتقاد پر دې ټکي دي چې حکومت باید د ٢٠١٠م کال په جنوري کې د گوانتانامو د زندان له تړلو مخکې دا معلومه کړي چې زندانیان به کومې خوا ته ځي.

اصلي اندېښنه په دې ټکي ده چې ځینې بندیان شاید امریکا ته را انتقال شي او دلته بندي شي او یا خوشې شي.

د دفاع وزیر رابرټ گیټس ویلي دي، لږ تر لږه سل تنه بندیان به د امریکا داخلي زندانونو ته را انتقال شي.

په دې وروستیو هفتو کې، د امریکا ځینو ایالاتونو پریکړه کړې چې د گوانتانامو زندانیان به په خپل ایالت کې نه پرېږدي.

د سه شنبې په ورځ، د مشرانو د جرگې دیموکرات سناتورانو هم پریکړه وکړه تر څو چې حکومت ورته د گوانتانامو د زندانیانو د سرنوشت په باب خپل پلان نه وي وړاندې کړی، ددغه زندان د تړلو لپاره به بودیجه منظور نه کړي.

د سنا د اکثریت ډلې مشر، هري ریډ وايي:

"دیموکراتان به تر هغو دا بودیجه منظور نه کړي چې جمهور رئیس ورته د بندیان د سرنوشت په باب یو جامع او مسئولانه پلان نه وي وړاندې کړی".

د امریکا ولسي جرگې هم تیره اونۍ د جگړې د بودیجې د تصویبولو پر وخت د گوانتانامو د تړلو لپاره پیشنهاد شوې بودیجه منظور نه کړه.

یوې ډلې سناتورانو پرون د سنا ته د جگړې د بودیجې په لایحه کې داسې یو ترمیم پیشنهاد کړ چې د گوانتانامو زندانیان به د امریکا خاورې ته نه پرېښودل کیږي.

د سپینې ماڼۍ ویاند رابرټ گیبز وايي، د پارلمان په دغو اندېښنو خبر دی او جمهور رئیس اوباما به د پنجشنبې په ورځ د بندیانو مسئله روښانه کړي.

د مشرانو د جرگې د جمهوري غوښتونکو نماینده میچ میکانل وايي، ده تمه لري چې جمهور رئیس اوباما به د گوانتانامو په باب پر خپل تصمیم له سره غور وکړي. دی وايي:

"زه باور لرم چې د ولسي او مشرانو دواړو جرگو له دریځ نه به جمهور رئیس دا پیغام اخیستی وي چې ورته په کار ده چې ددغه زندان د بندولو لپاره مشخصه نیټه ونه ټاکي".

خو د امریکا د دفاع د وزارت یا پنټگان ویاند جیف مورل وايي، حکومت پر خپل دریځ کلک ولاړ دی او د ٢٠١٠م کال په جنوري کې به د گوانتانامو زندان وتړي.

دی وايي: "زه داسې هیڅ شی نه وینم چې د زندان د تړلو نیټه دې په خطر کې اچوي. تر هغه ځایه چې ماته معلومه ده، گوانتانامو به د جمهور رئیس له خوا په ټاکل شوې نیټه تړل کیږي".

تمه ده چې د امریکا د مشرانو جرگه به په دې اونۍ کې د افغانستان او عراق د جگړو لپاره ٩١ میلیاد ډالره بودیجه منظور کړي.

خو مخکې له دې چې دغه پیشنهادي بودیجه د توشیح لپاره جمهور رئیس ته ولیږل شي په کار ده چې ولسي جرگه او د مشرانو جگره دواړه په دې باب په متفق ډول نهايي پریکړې ته ورسیږي.

XS
SM
MD
LG