د پاکستان پولیس وایی چی نن د جمعې په ورځ د پېښور د ښار په یوه مارکیټ کی چی د خلکو گڼه گوڼه په کی زیاته وه د بم چاودنه وسوه.
په دې چاودنه کې لږ تر لږه ٦ کسه وژل شوي او څه دپاسه ٧٠ تنه زخمي شوي دي.
هغوی وویل چی دا چاودنه په خیبر بازار کی د یوې سینما مخي ته شوې ده او د سینما ودانۍ ته یې تاوان اړولی دی.
د چاودنې ځای ته نږدې یو شمیر ولاړ موټرونه هم تباه شوي دي.
تر اوسه نه ده معلومه چې دا چاودنه چا کړې ده.