د لاس رسي وړ اتصالات

د هلمند په مارجه کې عملیات پای ته رسېدلي


ایتلافي او افغان قواوې وايي، د هلمند په ولایت کې یې د هیروینو د قاچاق یوه لویه شبکه گډوډه کړې ده.

د امریکا د پوځ په یوې اعلامیه کې ویل شوي چې د مارجې په ولسوالۍ کې د تیرو څلورو ورځو په عملیاتو کې یې ٧٥ ټنه هیروین، د کوکنارو تخم او ځینې کیمیاوي مواد نیولي چې د اپینو نه د هیروینو په جوړولو کې ورڅخه کار اخیستل کیږي.

د پوځ په اعلامیې کې ویل شوي چې په سیمه کې په هوايي بریدونو کې ٦٠ تندروان هم وژل شوي . اعلامیه وايي، له هوايي بمباریو مخکې، ملکي خلک له سیمې ایستل شوي وو.

له بلې خوا، د ناټو عسکر وايي، ددغه هیواد په جنوب کې یې په جگړه کې یو عسکر وژل شوی دی.په یوې اعلامیې کې چې ناټو نن خپره کړې، ویل شوي چې دا پیښه نن شنبې وشوه. ډ پیښې د دقیق ځای او د وژل شوي عسکر د هویت په باب نور معلومات نه دي ورکړل شوي.

له دې یوه ورځ مخکې، امریکايي قواوو وویل، د افغانستان پولیسو د غزني په ولایت کې د تندروانو یو عالي رتبه قومندان وژلی دی.

د پوځ په یوې اعلامیې کې ویل شوي چې قومندان عبدالباقي د چهارشنبې په ورځ هغه وخت ووژل شو چې پولیسو ددغه د کور تالاشي کوله.

په اعلامیه کې ویل شوي چې عبدالباقي د غزني د اندړو په ولسوالۍ کې د تندروانو عالي رتبه قومندان و. په اعلامیه کې ویل شوي چې پولیسو د هغه له کور نه ٥٠ د رایه ورکولو کارتونه هم پیدا کړي دي. مقامات وايي، دا کارتونه د کلیوالو خلکو نه اخیستل شوي چې د اسد په ٢٩مه یې په انتخاباتو کې د گډون مخه ونیسي.

XS
SM
MD
LG