د لاس رسي وړ اتصالات

یو کمونست مشر د نیپال صدراعظم شو


د نیپال پارلمان په ملک کې د څو اونیو سیاسي تشنج د ختمولو په نیت یو منځلاری کمونست مشر د صدراعظم په توگه انتخاب کړی دی.

نن د صدراعظم په توگه د مدیو کمار نیپال د ټاکل کېدو څو ساعته مخکې د پایتخت کټمانډو په یوې کلیسا کې د بم په یوې چاودنه کې دوه تنه ووژل شول.

ښاغلی نیپال د متحده مارکسیست لیننیست گوند مشر دی. په نیپال کې ددې تر څنگ نور کمونست گوندونه هم فعال دي. هغه د پخواني ماویست صدراعظم پوشپا کمال ډال پر ځای مقرر شوی چې په پراچندا مشهور و او تیره میاشت یې له جمهور رئیس سره د یوې لانجې په نتیجه کې استعفی وکړه.

پراچندا له دې امله استعفی وکړه چې د نیپال د پوځ د برطرفه کولو امر یې و نه منل شو، کوم چې په پوځ کې د پخوانیو ماویست جنگیالیو د داخلېدو مخه نیولې وه.

XS
SM
MD
LG