د لاس رسي وړ اتصالات

په هند کې د شمالی ښار جالندهر په بلوا کې دوه کسان وژل شوېدی


په شمالی هند کې پولېس واېې چې دوه کسان ددوشنبی په ورځ په هغه بلوا کې ووژل شول چې د استرېا په ېوه معبد کې د ېو سک مبلغ له وژل کېدلونه را پېدا شوې وه.

پولېس واېې چې ېو سړی د جالندهر په ښار گوټی کې هغه وخت ووژل شو چی پولېسو پر مظاهره چېانو باندی ډزې وکړی. بل سړی هغه وخت ووژل شو چې پوځ د لمبا په کلی کې د مظاهرو پروخت ډزې وکړی.

د لمبا کلی له جالندهر نه دېرش کېلومتره لېری دی. په دې اړو دوړ کې نور ډېر خلک زخمی شوېدی.

د هند د پنجاب چارواکی واېې چې دوی د جالندهر په شا وخو اکې په گرځېدو راگرځېدو بندېز لگولی دی اوعسکر ېې ددې لپاره راغوښتی دی چې د سکهانو له خوانه بلوا کراره کړی.

په دې بلواکې د دلېت طبقه ېا هغه کسان چې څوک ورسره لاس نه ورکوی هم شامل دی. دا طبقه په ټولنېز لحآظ ټېټه طبقه گڼل کېږی. ددغی ډلې خلکو وروسته له هغه نه له تشدد نه کار واخېست چې ددیو ېو مذهبی مشر په وېانا کې ووژل شو.

دغه مبلغ سنټ راما نند نومېده او د سکهانو بلې رقېبی ډلې چې ځان په قومی لحاظ لوړ بولی دېکشنبی په ورې په استرېا کې په ېوه معبد کې په گولېو ووېشت او مړېې کړ.

په دغه نښته کې ېو بل مبلغ او پنځه لس نور کسان چې هلته عبادت ته راغلی وو، هم د سکهانو له خوانه په چړو او ېوه ټوپک زخمی شول.

د استرېا پولېسو هغه حمله کوونکی توقېف کړېدی چې دا ادعا پرې کېږی.

پولېس واېې چې د د سکهانو رقېبه ډله هغه وخت په غوسه سوه چې کله په معبد کې د دلېت ډلې دېنی مبلغ ته ډېر غټ دېنی لقب ورکړل شو.

XS
SM
MD
LG