د لاس رسي وړ اتصالات

نړی د شمالی کورېا اټومی ازموېنه وغندله


د دوشنبی په ورځ شمالی کورېا د لنډ واټن دری توغندی وازموېل او اټومی ازموېنه ېې وکړه. نړېوالی ټولنی په دې رپوټونو باندی ډېر چټک اوله غوسی نه ډک ځواب ورکړېدی او دا کار ېې محکوم کړېدی.

د امرېکا جمهور رېس براک اوباما ووېل د شمالی کورېا اعمال دنړېوال قانون نه سرغړونه ده. او دا د نړی امنېت او سولیته خطر دی. ښاغلی اوباما ووېل چې دشمالی کورېا اعمال او اقدامات دنړېوالی ټولنی له خوانه دعمل او اقدام تقاضا کوی.

د امرېکا د لوېو درستېزانو د کومېټی رئېس د سمندری قواو ستر جنرال ماېک مولېن ووېل د شمالی کورېا ازموېنی د تعجب او ارېانتېا وړ نه وی دا دشمالی کورېا د معاندانه او له دښمنی نه ډکې روحېې ېوه برخه ده.

ستر جنرال ملېن سی ان ان ته ووېل چې دوی په ېوه دوه ورځو کې دا ازموېنه تصدېقولی شی خو هغه په دې کې د شک ځای نه لېده چې د شمالی کورېا ادعا باندی شک اوبدگومانی وکړی.

د ملگرو ملتونو منشی بان کېمون ووېل چې دی ژوره اندېښنه لری او اټومی ازموېنه د ٢٠٠٦ کال دملگرو ملتونو د امنېت شوری له هغی پرېکړی نه سرغړونه ده چې په شمالی کورېا باندی ېې د داسی اعمالو بندېز لگولی دی.

هغه ووېل دی دا نېت لری چې له شوری سره ددوشنبی په ورځ ناوخته ملاقات وکړی. شمالی کورېا واېې چې دوی په کامېابی سره د زمکی لاندی ېوه اټومی ازموېنه کړېده او دا د هغی نه ډېره قوی وه چې لومړی ځل ېې کړی وه.

دغه هېواد دوه نېم کاله مخکی اټومی ازموېنه کړی وه. د جنوبی کورېا د ېو نهاپ خبری اژانس هم واېې چې شمالی کورېا د لنډ واټن دری توغندی وازموېل. داکار له اټومی ازموېنی نه څوساعته وروسته وسو.

XS
SM
MD
LG