د لاس رسي وړ اتصالات

په سوات کې 'زرگونه ملکي خلک په جگړه کې نښتي دي'


د بشري حقوقو نړیواله اداره وایي په سوات کې زرگونه ملکي خلک په جگړه کې نښتي دي اودخوراکي موادو، اوبو او دوا کمبودي ستر ناورین را مینځته کولی شي.

د ملگر و ملتونو د مهاجرېنو اداره واېې چې د پاکستان په صوبه سرحد کې هره ورځ ١٢٦ زره کسان بې کوره او بې ځاېه کېږی.

د ملگرو ملتونو د مهاجرېنو دادارې دعالی کمشنر ېو نطاق نن ووېل چې د سوات په ناوه کې جگړی او شاوخوا سېمو کې نښتی ددی سبب شوېدی چې زښت ډېر خلک په چټکی سره بې کوره شی.

په دې تازه کې کلونو کې دا ترټو لو په چټک ډول د بې کوره کېدلو بهېردی او ټول ټال تقرېبا لږ کم دوه نېم ملېونه خلک له خپلوکورونو نه وتلی دی.

د بشري حقوقو د څارنی اداره واېې چې د خوراکی موادو سخت کمبود، د اوبو او دوا کمبود هغه سترې بشری ستونزې دی چې هغه په سوونو زره ملکېان چې په دې سېمه کې را اېسار شوېدی ورسره مخامخ دی.

ددغې ډلې د اسېاېې څانگی رئېس براډ اډمز د پاکستان پوځ دېته وهڅاوه چې سمد لاسه هغه بندېز لېری کړی چې له تېرې ېوې هفتې راهېسی په گرځېدو راگرځېدو لگېدلی دی.

براډ اډمز ووېل چې د شخړو په سېمه کې را اېسا ر ملکېان له بشری فاجعی سره مخامخ دی، که چېرې اسلام اباد په گرځېدو راگرځېدو بندېز لېری نکړی او ټول ممکن اقدامات ونکړی.

په دې اقداماتو کې باېد په الوتکېو کې څه مواد وروړل شی چې په بېړه د زېاتوخلکو په ستونزو او کړاو کې کموالی راشی.

پاکستان وایي پوځي عملیاتو ته یې نور هم زور ورکړی چې سوات په بشپړه توگه له طالبانو ونیسي. پوځ د سترو بریاوو دعوه کوي خو د خپلواکو رسنیو لخواه نه دي تائید شوي.

له سوات څخه د بې کوره شوو خلکو شمیر دوه میلیونه ته رسیدلی دی چې دا کار په خپل ذات کې یو ستر بشري ناورین دی، خو حکومت ادعا کوي چې په جگړه کې یې ولسي وگړو ته هیڅ نه دی اړولی.

اویا زره کسانو په پیښور کې د جلوزو د مهاجرو کمپ ته پناه راوړي ده.

د سوات عملیات د پاکستان د اردو یوه ستره ازموینه بلل کیږي چې د طالبانو پر خلاف ددې ځواکونو د جگړې هوډ وازمویل شي چې څومره په خپلو خبرو عمل کوي.

د رپوټونو له مخې دا ځل تر اوسه پورې د هیواد عمومي نظر هم د پاکستان د پوځي عملیاتو ملاتړ کوي. خو ځیني څیړونکې وایي که جگړه اوږده شي او یا هم د مهاجرینو وضغیت ته سمه پاملرنه ونه شي، پوځ به ډیر ژر ولسي ملاتړ له لاسه ورکړې.

د جماعت اسلامي غړی محمد حسین زحمت کش وایي:

"دا عملیات د طالبانو پرخلاف نه بلکې د ټول ملت پرخلاف دي. موږ غوښتنه کوو چې عملیات باید بند شي او د ستونزې حل د خبرو اترو له لارې وموندل شي."

ځیني متخصصین په دې نظر دي چې د پاکستان اردو له هند سره د عمومي عنعنوي جگړو سره بلدیت لري خو د گوریلایي جگړو تیاری نلري، او همدا علت دی چې د یوې میاشتې په عملیاتو کې یې څو میلیونه خلک له کورونو تیښتې ته مجبوره کړل.

په پاکستان کې د مهاجرینو دا کمپونو د هغو افغانانو لپاره جوړ شوي ول چې په افغانستان باندې د شوروي اتحاد د یرغل او وروسته د کورنیو جگړو له امله دې هیواد ته راکډه شوي ول.

خو هیچا دا فکر نه وو کړی چې یوه ورځ به د پاکستان خپل خلک په دې کمپونو کې پناه اخلي.

ددوشنبی په ورځ د پاکستان صدر اعظم ېوسف رضا گېلانی دامرېکا له سناتور پا ترېک لېهی، مارک وارنر او شېلډن واېتهاوس سره ملاقات وکړ.

په دې ملاقات کې په سوات او شا و خوا سېمو کې د طالبانو خلاف نظامی عملېات وڅېړل شول. ښاغلی گېلانی د امرېکا له چارواکېو نه مننه وکړه چې ١١٠ ملېونه ډالره بشری مرسته ېې ورسره کړېده.

پاکستان همدا اوس دهغو دوه ملېونه کسانو له ستونزې سره مخامخ دی چې په دې نېژدی وخت کې په سېمه کې بې ځاېه شوېدی.

د پاکستان جمهور رئېس اصف علی زرداری هم په جلا توگه له دغو سناتورانو سره ملاقات وکړ او هغوی له حالاتو نه خبر کړل.

د پاکستان پوځ واېې چې هغه تهاجمی عملېات چې دوی ددې مېاشتی په سر کې پېل کړېدی تر اوسه پورې پکی ١١٠٠ افراطېان وژل شوېدی او ٦٣ پاکستانی عسکر پکی وژل شوېدی.

XS
SM
MD
LG