د لاس رسي وړ اتصالات

له نواز شرېف نه په انتخاباتو کې د نه گډون کولو بندېز لېری شو


د پاکستان ستری محکمی په پخوانې صدر اعظم نواز شرېف او د هغه په ورور شهباز شرېف باندی په انتخاباتو کې دنه گډون کولو بندېز لېری کړېدی.

پرهغوی دا بندېز لېگېدلی و چې په انتخاباتو کې گډون نشی کولی.

نواز شرېف په لاهور کې خبرېالانو ته ووېل چې د پاکستان خلکو د پاکستان قضائېه ازاده کړه.

هغه ووېل د پاکستان قضائېه قوه د پخوانی جمهور رئېس پروېز مشرف له خوانه عملا برمته شوی وه.

په پاکستان کې سروې گانی دا څرگندوی چې پخوانې صدر اعظم نواز شرېف په دې هېواد کې ډېر مشهور او منلی سېاستمدار دی.

د سږکال د فبروری په مېاشت کې د پاکستان ستری محکمی حکم کړی و چې نواز شرېف او دهغه ورور شهباز شرېف د پخوانی محکومېت له امله په انتخاباتو کې برخه نشی اخېستلی. خو هغوی دواړه واېې چې د هغه محکومېت وجه سېاسی مخالفتونه وو.

همدا کار ددی سبب شو چې هغوی دواړو د جمهوررئېس اصف علی زرداری د حکومت خلاف په ټول هېواد کې مظاهری وکړی.

ددې په ځواب کې ښاغی زرداری د نواز شرېف او شهباز شرېف په مقابل کې د فېدرالی حکومت قانون په پنجاب کې جاری کړ.

د مارچ په مېاشت کې ستری محکمی دغه امر وځنډو اوه او د پنجاب نه ېې د فېدرالی حکومت له خوانه ټاکل شوی والی لېری کړ.

په دې توگه د ښاغلی نوازشرېف د مسلم لېگ گوند ته لاره اواره شوه چې په پنجاب کې خپل حکومت جوړ کاندی.

XS
SM
MD
LG