د لاس رسي وړ اتصالات

د نړۍ تر ټولو لوی ټلیسکوپ ترمیم شو


د امریکا یوې ډلې فضا نوردانو اعلان وکړ چې په بریالیتوب یې د هبل تلیسکوپ ترمیم کړی دی.

دغو فضا نوردانو پرون د ثور په ٣٠مه له خپلې فضايي بیړۍ نه له خبریالانو سره خبرې کولې.

کله چې د فضانوردانو دغه ډله لس ورځې مخکې فضا ته ورسېده نو دوی خبر وو چې یوه مهمه وظیفه ور سپارل شوې ده. دا وظیفه د یوه لوی تلیسکوپ ترمیمول وو چې دومره لوی دی لکه یو لارۍ موټر او د ځمکې نه ٥٦٠ کیلومتره پورته پر مدار باندې څرخي.

د فضانوردانو مشر سکاټ الټمن وايي، د دوی ډله په دغه دوران کې چې دوی پنځه ځله له خپلې بیړۍ ته ووتل، له داسې ډیرو ستونزو سره مخامخ شول چې دوی یې تمه نه کوله.

دی وايي: "ډیره جالبه وه چې ټول شیان ډیر مغلق او پیچلي ښکارېدل. دا تر هغه ډیر مشکل وو چې موږ یې تصور کاوه. او هیڅ باور نه کیده چې دا کار دې بشپړ شي. زه فکر کوم چې دا زموږ لوی بریالیتوب و. او زه له خپلو ټولو ملگرو نه مننه کوم چې دا لوی بری یې تر لاسه کړ".

د فضا نوردانو دا ډله د هبل د تلیسکوپ د جوړولو پر وخت له یوې جدي ستونزې سره د تیرې یکشنبې په ورځ هغه وخت مخامخ شول چې یو میخ د تلیسکوپ د یوه دستگیر داخل ته ولوېد. فضانورد مایک ماسیمینو:

"زه هلته وم. ما هیڅ باور نه کاوه چې موږ به ونشو کړای چې دغه وروستی نټ له دستگیر نه راوباسو. خو کله چې ددې کار لپاره روزنه راکړل شوه نو دا کار ډیر اسانه شو".

دلته واشنگټن ته نږدې د مریلانډ په ایالت کې د گوډگارډ په فضايي بیړیو په اډه کې یوه ډله فضانوردان ددې لپاره چمتو ناست وو چې د مایک ماسیمینو له ټیم سره د هغوی په ماموریت کې مرسته وکړي، کله چې د دستگیر نه د میخ را ایستل مشکل شول نو له ځمکې نه ورته امر وشو چې دغه پوره دستگیر له بیل کړي.

خو له دې ټولو مشکلاتو سر سره فضانوردان وايي، د هبل تلیسکوپ ټې د جوړولو راهیسې یې ١٩ کاله کیږي، داسې ترمیم کړ چې په دا ټول وخت کې یې ساری نه لیدل کیږي. د امریکا فضايي اداره ناسا تمه لري چې د هبل تلیسکوپ به د آینده پنځو نه تر لسو کلونو پورې ښه کار ورکړي.

هبل لومړنی بصري تلیسکوپ دی چې د خمکې له مدار د باندې د فضا تصویرونه اخیستلای شي.

هبل توانیدلی د ډیرې لرې پرتو کهکشانونو او هغو لوخړو په زړه پورې عکسونه واخلي چې د لایتناهي ستورو له مجموعي نه تشکیل شوي دي.

دغو عکسونو د فضا عالمانو ته ډیر معلومات ورکړي او دا یې معلومه کړې ده چې ددې جهان د جوړېدو راهیسې څه باندې ١٣ نیم میلیارد کاله کیږي.

دا د هبل د تلیسکوپ تر ټولو وروستۍ د ترمیم ماموریت وو چې بشپړ شو. د امریکا فضايي اداره یا ناسا په پام کې لري چې په راتلونکي کال کې فضا ته تلونکي راتلونکي بیړۍ بدلې کړي. جمهور رئیس اوباما د ناسا ددغه پلان په اړه د تحقیقاتو امر کړی دی.

خو فضا نورد جان گنسفیلډ وايي، د هبل د تلیسکوپ غیر مترقبه د ترمیم پیچلې او مغلقه چاره دا ثابتوي چې د ځمکې په مدار کې انسانانو ته ضرورت دی. دی وايي، که له جمهور رئیس اوباما سره وغږیږي نو دا به ورته ووايي چې په فضا کې د انسانانو د لا وړاندې تگ امر وکړي.

دی وايي: "ْډیرې نورې فضاگانې ځمکې ته نږدې پرتې دي. سپوږمۍ، مریخ او لوی شمسي نظام، انسانانو ته په کار دي چې د لا وړاندې تگ لپاره هلې ځلې پیل کړي او دا هغه څه دي چې موږ یې کوو. هغه څه چې موږ ته په کار دي، دا دي چې ورشو او عملاً لاس په کار شو. او زه فکر کوم دا هغه څه دي چې ښايي زه یې جمهور رئیس ته ووایم".

او په دې راتلونکي هفته کې فضا نوردانو له فضا نه د سنا له یوې کمیټې سره د ناسا د کلنۍ بودیجې په باب په استماعیه غونډه کې برخه اخلي.

XS
SM
MD
LG