د لاس رسي وړ اتصالات

د امرېکا په بمباری کې '٩٧ ملکی افغانان ووژل شول'


د افغانستان د بشری حقوقو ډلې واېې چې د امرېکا په هواېې بمباری کې د افغانستان په غرب کې ددی مېاشتی په سر کې ٩٧ تنه ملکېان ووژل شول.

د افغانستان د بشری حقوقو مستقله اداره واېې چې ددوی تحقېقات دا څرگندوی چې په وژل شوېو کسانو کې ٢١ ښځې وی او ٦٥ ماشومان وو.

دا هوایی بمباری د فراه ولاېت د بالا بلوک په اولسوالی کې دمی په څلورمه او پنځمه باندی شوی وه.

د بشری حقوقو کومېسېون واېې چې دا مرگ په دوه دری کورنو کې پېښ شو، ځکه هلته ملکېان را ټول شوی وو.

د افغانستان د حکومت مخکېنی تحقېقات او رپوټونه واېې چې ١۴٠ تنه ملکېان وژل شوی وو. خو د بشری حقوقو د مستقل کمېسون اداره وایی چې د حکومت تحقېقات ډېر په بېړه باندی شوی وو.

په دې برخه کې د امرېکا د حکومت تحقېقات واېې چې د ملکېانو د مرگ شمېر د شلو او دېرشو ترمنځ و او په دغو عملېاتو کې شپېته تنه افراطېان وژل شوېدی.

د امرېکا چارواکی واېې چې د مړېو د شمېر اندازه لگول به ښاېې ناممکن کار وی ځکه مخکی تردی چې دتحقېق کوونکی ور ورسېیږ مړی خاوروته سپارل شوی وو.

د بشری حقوقو مستقله اداره واېې چې د ٢٥ او دېرشو په شا وخوا کې ېاغېان هم په دغو عملېاتوکې وژل شوېدی. خو دا معلومه نده چې دا مړی د جگړی په وخت کې وشول او که له جگړی نه وروسته په هواېې بمباری کې شوېدی.

XS
SM
MD
LG