د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د پوځ د وسلو ٢ قرار دادیان محاکمه شول


دامرېکې د فلورېدا اېالت دمېامی دښار په ېوه فدرالی محکمه کی د افغانستان دپوځ لپاره د منع شوو چېناېې پوځی مهماتو داخسېتلو په لړ کی دوو کسانو په خپله دوکه او ټگئ باندی اعتراف وکړ.

دا دوه کسان چېډېوېډ پېکاوز او الکزاندر پوډرېزکی نومیږي دسه شنبی په ورځ په محکمه کی دا خبره ومنله چه دامرېکا ددفاع د وزارت د ېوه قراردادی شرکت اې ېې واې په نماېندگئ کی چېناېې مهمات اخېستل او ددی لپاره چیڅوک پری پوه نشی د مهمات د ساخت نښانونه به ېې له منځ نه وړلی.

دپېکواز په نامه ېو سړی ددغه امرېکاېې شرکت مرستېال دی او پوډرېزکی ېې په البانېه کی د وسلو دخرېدارئ ټېکه دار ؤ.

دغه شرکت دافغانستان دپوځ لپاره د وسلو او مهماتو داخېستلو ټېکه د امرېکا ددفاع دوزارت نه اخېستلی وه.

ددغه امرېکاېې شرکترېس واېې چه زه په خپله په کی لاس نه لرم او بی گناه ېم. ملزمان اوس دخپلی محاکمی انتظار باسی.

XS
SM
MD
LG