د لاس رسي وړ اتصالات

برتانیه کې د مرغانو ژوند په خطر کې دی


د برتانیې د چاپیریال ساتنې ادارې په دغه ملک کې د مارغانو د حفاظت غږ کړی دی.

یوه سروې چې نتیجه یې نن د پنجشنبې په ورځ خپره شوې ښيي چې د ٥٢ ډوله موغانو ژوند له خطر سره مخامخ دی. هغه سروې چې په ٢٠٠٢م کال کې شوې وه، تر دې ١٢ نوعې کم مرغان ښودلې وو چې له خطر سره مخامخ دي.

په نوې سروې کې د خطر سره د مخامخ مرغانو په لسټ کې د کوکو کوترې نو هم زیات شوی دی چې اکثره وخت د نورو مرغانو په لسټ کې هگۍ اچوي

د برتانیې د رایل سوسایټي د چاپیریال ساتنې ادارې هم په دغه سروې کې گډون درلود. ددغې ادارې د مرغانو د حفاظت د څانگې رئیس مارک اوري وايي، دا د شرم خبر ده چې د مرغانو ډیر نور ډولونه هم اوس په خطر کې ژوند کوي.

خو په سروې کې یوه ښه خبره دا ده چې د مرغانو شپږ نور ډولونه چې له جدي گواښ سره مخامخ وو اوس یې ژوند بهتره شوی دی. د چاپیریال ساتنې ادارې وايي، دا کار د مرغانو د حفاظت د چارو بهتره کېدل ښيي خو ټینگار کوي چې ډیر نور مراقبت ته ضرورت شته.

XS
SM
MD
LG