د لاس رسي وړ اتصالات

نړیوال بانک: د افغانستان گمرکونه عرصي کوو


د فایننشل ورځپاڼه لیکي، چې نړیوال بانک د مۍ په ٢٦مه له افغانستان سره شپږ اعشاریه ٨١ میلیونه ډالر مرسته منظور کړه چې دا به د افغانستان د گمرکونو او تجارتي مرکزونو او سیستم په عصري کولو باندې ولگول شي.

ورځپاڼه لیکي، ددغه پروژې اصلي هدف د افغانستان د حکومت له هغه پلان سره مرسته ده چې غواړي خپل د گمرکونو او ترانزیت په سیستم کې سهولتونه ایجاد کړي.

نړیوال بانک په ٢٠٠٣م کال کې د افغانستان د گمرکونو د عرصي کولو د یوې بنیادي پروژې لپاره ٣١ میلیون ډالره مرسته کړې وه او له هغه راهیسې په دې برخه کې ورو او دوامداره پرمختگ روان دی.

د فایننشل ورځپاڼه لیکي، له دې امله د ١٣٨٢ نه تر ١٣٨٧ کال پورې د افغانستان د گمرکونو کلنی عاید له ٥٠ میلیون ډالرو نه ٣٩٩ میلیون ډالرو ته رسیدلی دی.

د نړیوال بانک په رپوټ کې ویل شوي: "په گمرکونو کې د معلوماتو د ذخیره کولو او استعمال د یوه اتومات سیستم د جوړولو راهیسې ٧٣٥ زره د ترانزیت فورمې وېشل شوي دي. د مارچ د میاشتې د ٢٥مه نیټې پورې ١۴ میلیون ډالره د ترانزیب فیس راټول شوی و. د افغانستان د گمرکاتو ریاست د سیستم په عرصي کولو کې او اصلاح کولو کې پرمختگ کړی په ډیرو گمرکونو کې د کمپیوټرونو د نسبولو کار روان دی. له دې سره به پر سرحدونو د ترانزیتي مالونو څارنه آسانه شي او د گمرکاتو عاید به هم ورسره لوړ شي".

د فایننشیل ورځپاڼه لیکي، په ٢٠٠٦م او ٢٠٠٧م کلونو کې د افغانستان کې د داخلي کلنی عاید ٧١۴ میلیونه ډالر وو چې دا په نړۍ کې د یوه ملک د داخلي عاید تر ټولو لږ اندازه ده او د افغانستان د حکومت د مصارفو یوازې ٦٢ فيصده پوره کولای شي. رپوټ وايي، د حکومت ٥٥ فیصده لگښت پر نړیوالو ترانزیتي مالونو باندې د گمرک له لارې پوره کیږي.

XS
SM
MD
LG