د لاس رسي وړ اتصالات

ایران کې ځانمرگه حملو ١٩ تنه وژلي


د ایران رسمي خبري آژانس ایرنا وایی چی د ایران د سیستان ـ بلوچستان د ولایت د زاهدان په ښارکی د شیعه گانو په یوه مسجد کی د ځان مرگو د پنجشنبې د ورځي د بم چاودني د مړو شمیر ١٩ تنو ته رسیدلی او ١٢٥ تنه په کی زخمي شوي دي.

د زاهدان والي علي محمد آزاد ایرنا ته وویل چی دا یوه تروریستي حمله وه او حکومت حمله کونکي نیولي دي.

آزاد وویل چی دغو حمله کونکو د نورو حملو پلانونه هم جوړ کړي وو. هغه وویل چی ددې حملو هدف د جون د میاشتي په ١٢ مه د ایران د جمهوري ریاست د انتخاباتو نه مخکي ددغه ولایت بې ثباته کول و.

تر اوسه چا څه نه دي ویلي چی دا حمله چا کړې ده.

په زاهدان کی چی اکثریت یې سني مسلمانان دي، مخکي هم فرقه یي شخړي پېښي سوي دي. په ٢٠٠٧ کال کی په زاهدان کی د بم په چاودنه کی د ایران د پاسداران انقلاب ١١ غړي ووژل سول او د جندالله یوې سني ډلي ددې حملې ادعا وکړه.

د امنیتي قواو او د مخدره موادو د قاچاقبرانو تر منځ هم په دې سیمه کی جگړې کیږي.

XS
SM
MD
LG