د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د کرکټ مستقل بورډ جوړیږي


د نړۍ ځینو خپرونو د فرانسې د خبري آژانس رپوټ را اخیستی دی چې وايي، افغانستان د کرکټ د لوبې په برخه کې د چهارشنبې په ورځ یو بل پرمختگ وکړ. جمهور رئیس حامد کرزي په ملک کې په لومړي ځل د کرکټ د ملي بورډ د جوړېدو امر کړی دی.

د کرکټ ټیم مخکې د افغانستان د المپیک د ملي کمیټې په چوکاټ کې فعالیت کاوه، خو اوس به مستقل بورډ ولري.

رپوټ وايي، د افغانستان د کرکټ ټیم په روان کال کې وکولای شول چې د نړیوالو لوبو د غوراوي مسابقو ته ځان ورسوي. له دې سره د افغانستان د کرکټ لوبډه توانېدلې ده چې په ٢٠١٠م کال کې د ٢٠ هیوادونو په نړیوالو انتخابي مسابقو کې برخه واخلي.

د AFP رپوټ وايي، په افغانستان کې د کرکټ لوبه بیخي ځوانه ده او همدا څو کاله مخکې وروسته له هغه پیل شوه چې ډیر افغانان په پاکستان کې له مهاجرت نه بیرته افغانستان ته راستانه شول.

د افغانستان د کرکټ لوبغاړو به تل د استقلال غوښتنه کوله او د نورو هیوادونو په څیر د مجهزو د لوبو د میدانونو او امکاناتو د نشتوالي نه به یې شکایت کاوه.

په رپوټ کې د افغانستان د کرکټ د ټیم د یوه مربي تاج ملوک له خولې ویل شوي چې د کرکټ د ملي بورډ جوړېدل د ټولو افغان لوبغاړو لپاره لوی خبر دی. موږ به وکولای شو چې خپله شخصي بودیجه ولرو او د ضرورت وړ ملي او نړیوال ملاتړ راجذب کړو".

تاج ملوک واي، په آینده څو ورځو کې به د نوي بورډ تشکیلات اعلان شي چې مالي ملاتړ یې پخپله جمهور رئیس کرزي اخیستی دی.

خو افغانستان د کرکټ د ټیم کپتان الله داد نوري ددغو رپوټونو په باب آشنا راډیو ته ویلي دي چې ددغه تصمیم په باب ورسره مشوره نه شوې.

ښاغلی نوري وايي چې له دې سره به د افغانستان د کرکټ ټیم کې نفاق زیات شي او دا به د کرکټ په نړیوال میدان کې د افغانستان موقف ته تاوان ورسوي.

XS
SM
MD
LG