د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا په افغانستان کې د ترجمانانو له کمي سره مخ ده


د جمهور رئیس اوباما حکومت په افغانستان کې د عسکرو او نورو متخصصیونو د زیاتوالي لپاره تیاری نیسي. ویل کېږي چې ۲۱ زره نوي عسکر او نور ملکي متخصصین چې په بیلابیلو ملکي برخو کې تخصص او تجربه ولري د کار لپاره افغانستان ته ولېږل شي.

د عراق د ماموریت په شان، د آمریکا ماموریت په افغانستان کې هم زیات شمېر تکړه ژباړونکو ته اړتیا لري. ځکه چې د تکړه ترجمانانو شمیر کم دی او دا کار به د امریکا د حکومت بیلابیلي ادارې د سیالۍ ډګر ته راښکیلې کړي.

ټول په اساسي مشکل چې د سیمه په ژبه پوهیدل دي، پوهېږي. په جګړه کې په سیمه ایزې ژبې پوهېدل د نه پوهیدلو په پرتله د مرګ او ژوند توپیر لري.

څرنګه چې د جمهور ريْس اوباما حکومت په افغانستان کې خپل حضور زیاتوي، د ده د حکومت بیلابلې ادارې د استخباراتو څخه نیولې تر خارجه وزارت پوري ټول په وړو ژباړونکو پسي چې په پښتو او دري ژبو پوه وي، ګرځي تر څو افغانستان ته یې د کار لپاره واستوي.

ران سندرس چې د امریکا د ټولو استخباراتي ادارو د پرسونل مشر دی، په دې هکله داسي وایي: واقعیت دا دی چې ترجمانانو ته اړتیا ډیره ده، د بیلابیلو ادارو ترمینځ د دوي په ګمارلو کې سخته سیالي روانه ده خو د ترجمانانو تعداد کم دی.

د یادولو وړ ده چې د سپتمبر د ۱۱ مې نېټې د تروریستي حملو را په دېخواه د هغو کسانو تقاضا چې په عربي، پښتو، دري، اردو او کردي ژبو باندې پوهېږي زیاته شوې ده.

خو د یوې نوي ژبه زده کولو هغه هم لکه پښتو یا دري تر یو کال څخه ډیر وخت نیسي اوباما حکومت دومره وخت نه لري تر څو آمریکايان په دغو ژبو کې وروزي.

د امریکا د حکومت بیلابیلې ادارې په دې هڅه کې دي چې داسې ترجمانان وموندي چې پښتو او دري یې مورنۍ ژبه وي.

ایرول سمید چې د امریکا د اردو د ترجمانانو د برخې ګمارونکی دی، وویل چې د جنګ په ډګر کې هغه کسان چې پښتو او دري یې مورنۍ ژبه وي، ډیر موثر تمامېږي.

دغه راز سمید وویل: یو ځايي ترجمان چې د یو امریکايي قوماندان سره کومې سیمې ته ولاړشي او یا هم کم تعمیر ته د خلګو سره د خبرو په هدف ننوزي نو کلتوري ، اجتماعي او نورو ټکو ته په کتو سره ترجمان خپل قوماندان ته ویلای شي چې دا سیمه خوندي ده او قوماندان هلته په دقت سره پریکړه کولای شي چې آیا خبري پیل کړي او که د سیمې څخه ووزي.

د ویلو وړ ده چې د امریکا اردو، د نورو ادارو په پرتله ترجمانانو ته په یو ډیر هڅونکی امتیاز قایل دی، هغه امریکايي پاسپورټ دی. هغه کسان چې په اردو کې د ترجمانانو په توګه کار کوي د عادي خلګو په مقایسه ډیر ژر امریکايي تابعیت اخیستلی شي.

یوه خورظابطه چې د امنیتي دلایلو له کبله یې نوم نه دې ذکر شوی، او د امریکا په اردوی کې یې د نیویارک د ایالت څخه ګډون کړی، په عراق کې یې خپل د ترجمانۍ وظیفه په ډیر موثریت سره سر ته ورسوله.

دې نه یوځاي د ترجمان دنده پر مخ بیوله بلکې خپل قوماندان ته یې کولتوري مشورې هم ورکولې د بلیګي په ټوګه هغې خپل قوماندان ته دا وویل چې مسلمانان سپي ته د یوه ناپاکه حیوان په سترګه ګوري او مونږ باید دغې مسله ته ډیر دقت وکړو.

دغه راز نوموړي خورظابطي داسي وویل: مونږ یوې نوي سیمې ته ولاړو او هلته ځايي خلګو زمونږ راتګ ته هرکلی ونه وایه او مقاومت یې وکړ نو ما او قوماندان مي د سیمي د شیخ یا مشر سره ولیدله. وروسته له هغه نه مونږ ته وویل شوه چې د تلاشي پر وخت د سپي څخه کار وانخلو او د دې نه مخکي په هر سیمه کې چې مونږ عملیات کول، د تلاشي پر وخت به مو د تربیه شویو سپیانو څخه کار اخیسته.

د امریکا د اردو سره د کار په خاطر دغه خوردظابطې ته د ۲۰۰۴ کال د جولای په میاشتې کې د آمریکا تابیعیت ورکړل شو.

د یادولو وړ ده چې د امریکا د حکومت نورې ادارې لکه د امریکا د استخباراتو اداره یا سي آی عې د ترجمانانو د مقررولو لپاره ځانګړي شرایط لري هغه دا چي ترجمان باید امریکايي تابعیت ولري او جرمي سابقه یې وڅیړل شي.

دغه راز د امریکا د استخباراتي ادارو د پرسونل مشر ران سندرس وویل چې ډیری هغه کسان چې په پښتو، دري چې فارسي ته ورته ده او عربي ژبو باندې خبري کوي، د استخباراتي ادارو سره د کارکولو څخه ویره لري.

داچې د امریکا حکومت د افغانستان د ماموریت لپاره څو ترجمانانو ته ضرورت لري دا د آمریکا د دولت محرم معلومات دي چې تر اوس په ډاګه شوي نه دي.

په عین حال کې داسي ویل کېږي چې ښايي امریکایي چاوراکي د افغانستان د ځايي خلګو څخه د ترجمانانو په توګه کار واخلي.

XS
SM
MD
LG