د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار کې ۴ ملکیان مړه او د کندز والي زخمي شوی


د کندهار په ولایت کې پولیس وايي، د سرک د غاړي د بم په یوې چاودنې کې څلور ملکي خلک وژل شوي دي.

د افغانستان په شمالي ولایت کندز کې د بم په یوې جلا چاودنې کې ددغه ولایت والي محمد عمر سطحي زخمي شوی دی.

والي د کندز او تخار تر منځ سفر کاوه چې موټر یې په سرک باندې پر یوه ښخ شوي بم ور برابر شو.

رپوټ وايي، په پیښه کې والي او د هغه موټروان دواړه سطحي زخمي شوي دي.

له بلې خوا، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو په درې بیلا بیلو پیښو کې ١٣ تندروان وژلي دي.

د وزارت په اعلامیې کې ویل شوي، افغان او ایتلافي قواوو په هلمند کې پنځه تندلاري وژلي دي. اعلامیه همدارنگه وايي، پولیسو د فراه په ولایت کې شپږ تندلاري وژلي او د هرات ولایت پولیسو پر هغه دوو کسانو ډزې کړي او وژلي یې دي چې گمان کیږي چې غوښتل یې ځانمرگې حمله وکړي.

XS
SM
MD
LG