د لاس رسي وړ اتصالات

بادغیس کې جگړه، ٣٠ طالبان ٩ عسکر وژل شوي


د افغانستان چارواکي وايي، د بادغیس ولایت په یوه روانه جگړه کې تر اوسه پورې لږ تر لږه ٣٠ طالبان او نهه افغان عسکر وژل شوي دي.

د دفاع وزارت وايي، په دغه جگړه کې چې د جمعې د ورځې راهیسې د بادغیس د بالا مرغان په ولسوالۍ کې پیل شوې ده، څلور عسکر ورک دي.

چارواکي وايي، په جگړه کې ایتلافي قواوې د ملي اردو ملاتړ کوي.

XS
SM
MD
LG