په هغه الوتکه کی چی د اهواز نه تهران ته روانیده یو بم یی چی په کور کی جوړ شوی و،خنثی کړ. چارواکی وایی چی د کیش د هوایی شرکت الوتکه بیرته اهواز ته راوگرځیده او بم هملته خنثی شو.
د ایران مطبوعاتو خبر ورکړی چی دغه بم یو څو شیبی وروسته له هغه چی الوتکی پرواز وکړکشف شو.
په دی الوتکه کی ١٣١ تنه سپرلی ناستی وی.
د پنجشنبی په ورځ په ذاهدان کی د شعیه گانو په جومات کی د بم چاودنه وشوه ٢٥ لمونځ کونکی پکی ووژل شول او د یوسلو شلو نه زیات زخمی شول.
دری تنه هغه کسان چی په جومات کی یی د بم په چاودنه کی لاس درلود،پرون په عامه محظر کی په دار وځړول شول.
دغه پیښه د ایران د جمهوری ریاست لپاره د انتخاباتو یواځی دوی اونی مخکی وشوه.