د لاس رسي وړ اتصالات

ایران کې ډیر نور کسان توقیف شوي


داېران یوه چارواکی ددوشنبی په ورځ ووېل چې پولېسو ېوشمېر کسان چې دهېواد په ناکراره جنوب ختېځه برخه کې ېې بدامنی خپروله نېولی دی. رپوټ واېې چې اېران د جمهوری رېاست د ملی انتخاباتو لپاره ځان چمتو کوی.

د پولېسو قوماندان احمد رضا رادان داېران مطبوعاتو ته ووېل ېوڅه کسان په زاهدان کې نېول شوېدی. داهماغه ښار دی چې د تېرې پنجشنبی په ورځ په ېوه جومات کې بم وچول شو او پنځه وېشت کسان ېې پکی ووژل.

سنی افراطېانو چې ځان ته جندالله واېې ددغی حملی مسوولېت ېې په غاړه اخېستی دی ا د شنبی په ورځ اېران هغه دری کسان په دار وځړول چې په دې محکوم شوی ووچې دغی چاودنی ته ېې مواد برابر کړی وو.

په زاهدان کې ېوه مشهور سنی عالم ووېل چې ده ته له بم چونی نه وروستن اخطارونه ورکړل شوېدی او دده ساتونکی ېې ډبولی دی. دېکشنبی په ورځ امنېتی چارواکېو ووېل چې دوی هغه بم خنثی کړېدی چې په ېوه داخلی پرواز کې چې له اهواز نه دتهران په لور تللوچا اېښی و.

په دوه اونېو کې به داېران د جمهوری رېاست انتخابات ترسره شی. رپوټ واېې چې زاهدان کې اکثرېت سنېان دی په داسی حال کې چې اېران اکثرېت شېعه هېواددی. په دغه ښار کې تردی مخکی هم طاېفه ئی نښتی شوې وې.

په ٢٠٠٧ مېلادی کال کې هم ېو جومات په بم الوزول شوی و. دغه سېمه چې له پاکستان سره سرحد لری، له دې نښتو نه پرته د تشدد نوری پېښی هم د مخدره موادو د قاچاقبرانو او امنېتی چارواکېو ترمنځ پکی پېښېږی.

XS
SM
MD
LG