د لاس رسي وړ اتصالات

"کرزی غواړي خپل واک ټینگ وساتي"


د امریکا مشهورې خپرونې بلومبرگ نن پدې اړه تفصیلي مقاله خپره کړې ده چې د افغانستان په آینده انتخاباتو کې د چا د بري امکان شته.

خپرونې لیکلي، اسماعیل خان په تیرو دیرشو کلونو کې زیات وخت د افغانستان په لویدیځ کې په واک کې پاتې شوی دی. یو وخت د شورویانو په خلاف د مجاهدینو قومندان وو او له طالبانو وروسته د هرات والي وو.

خو په ٢٠٠۴م کال کې هغه د هرات له ولایت نه برطرفه شو او جمهور رئیس کرزي یې پر ځای باندې خپل کس وټاکه. اسماعیل خان له هغه وروسته کابل ته راغلی د اوبو او انرژئ د وزیر په توگه وټاکل شو او تر اوسه پورې پر دغه پوست پاتې دی.

د بلومبرگ امریکايي خپرونه لیکي، د کرزي همدغه توان چې کولای شي محلي مشران برطرفه یا تبدیل کړي، هغه ته ددې زمینه برابروي چې د اسد په ٢٩مه انتخاباتو کې بریالی شي.

د ناټو چارواکي وايي، په داسې حال کې چې په امریکا کې د اوباما حکومت ډیره توجه د عراق پر ځای افغانستان ته کړې ده، په دې باور دي چې په افغانستان کې شفاف او بې طرفه انتخابات له دې سره مرسته کوي چې په دغه ملک کې د تروریزم په خلاف سمه مبارزه وشي.

ورځپاڼه لیکي، د افغانستان په خیتځ او جنوب کې چیرې چې طالبان فعال دي دا وخت ډیرې سیمې د کرزي له واک نه بهر دي، خو په نورو پاتې سیمو کې یې تر اوسه خپل واک ساتلی دی. ځینې کسان چې یو وخت باقدرته جنگ سالاران گڼل کیدل واخیستل او لوړې حکومتي چوکۍ یې ورکړې او د ٣۴ ولایتونو په اکثرو کې یې خپل وفاداره خلک د والیانو په توگه وټاکل.

رپوټ وايي، په آینده انتخاباتو کې د کاندیدانو په لسټ کې پخوانی خارجه وزیر ډاکتر عبدالله عبدالله او د مالیې پخوانی وزیر اشرف غني دده مهم سیالان گڼل کیږي.

ورځپاڼه وايي، په کابل کې له ډیرو خلکو سره مرکې وشوې. او اکثره خلکو ته د ۴٣ کاندیدانو په اوږده لسټ کې چې د دوو ښځو نومونه هم پکې شامل دي یوازې د همدغه درې کسانو نومونه معلوم وو.

بلومبرگ په نیویارک کې د افغانستان د چارو مشهور څیړونکي خبره را اخیستې ده چې وايي: "دغه موقف ډیر حساس دی.

کرزي داسې یو ایتلاف جوړ کړی چې ددې خبرې ضمانت کولای شي چې بیرته همدی واک ته ورسیږي.

ورځپاڼه لیکي، خو په ځینو نورو ساحو کې د جمهور رئیس قدرت محدود دی. افغان او د ناټو قواوې کوښښ کوي د طالبان مخه ونیسي.

XS
SM
MD
LG