د لاس رسي وړ اتصالات

د جنرل موټرز سل کلنی کمپنی دېوالی توب اعلان کړ


د امرېکا د موټرونو مشهوره کمپنۍ جنرل موټرز، د ېوالی شوېده او نن ددوشنبی په ورځ په رسمی ډول دا اعلان وکړ.

دا د حکومت د پلان ېوه برخه ده چې دا کمپنی له سره جوړه کړی او بدلونونه پکی راولی. رپوټ واېې چې داکمپنی سل کاله مخکی جوړه شوی وه.

په امرېکا کې د دېوالی کېدو اعلانول په حقېقت کې له محکمی نه داسی سند ترلاسه کول دی چې له هغوکسانو نه ېې خوندی شی چې په دې کمپنی کې ېې ونډی لرلی.

کله چې محکمه په رسمی ډول ددوی دېوالی کېدل تائېد کړی نو د ونډو لرونکی پر کمپنی باندی د خپلو پېسو دعوه نشی کولی.

رپوټ واېې چې دغی کمپنی له څومېاشتو راهېسی کوشش کاوه چې د خپل کاروبار پلان په دې ډول جوړ کړی چی دموټرو په جوړلو کې داسی بدلون راولی چې بېرته گټه وکړی.

که څه هم حکومت په ملېاردو ډالره دمرستی په ډول ورکړل خو د جنرل موټرز کمپنی بېرته په پښو ونه درېدله ځکه چې دموټرونو په خرڅلاو کې زښت ډېر ټېټوالی راغلی دی.

توقع ده چې د امرېکا حکومت دغی کمپنی ته دېرش ملېارده ډالره نور هم دمرستی په ډول ورکړی چې بېرته ېې له سره له نوی تشکېل او نوی صنعتی پلان سره په کار واچوی.

رپوټ واېې دامرېکا په تارېخ کې دومره ستره کمپنی نه ده دېوالی شوی. دکاناډا حکومت او د اونټارېو اېالت هم د جنرل موټرز کپمنی ته د نهه نېم ملېارد ډالرو ورکولو وعده کړېده.

د جمهور رئېس اوباما داداری ېوه عالېرتبه چارواکی ووېل چې کېدلی شی چې د جنرل موټرز د دېوالی کېدو بهېر له شپېتونه تر ٩٠ ورځوپوری وخت واخلی.

رپوټ داهم واېې چې په نوی کمپنی کې به حکومت ډېره برخه ولری. خو د کمپنی په ورځنېو چارو کې به کارنلری.

XS
SM
MD
LG