د لاس رسي وړ اتصالات

شمالی وزیرستان کې ۳۰۰ شاگردان برمته شوي


د پاکستان پولېس واېې چې افراطېانو د شاگردانوله ېوه ښوونځی نه دری سوه هلکان، استاذان، او دهغوی خپلو ان، د شمالی وزېرستان په قبېلوی سېمه کې برمته کړېدی.

پولېس واېې چې ټوپک والاو په شمالی وزېرستان کې د افغانستان سرحد ته نېژدی داکار کړېدی. ددی خبر رپوټ هغو کسانو ورکړېدی چې له دغی پېښی نه تښتېدلی دی.

په داسی حال کې چې د پاکستان پوځ د طالبانو خلاف د سوات په ناوه کې خپلې تهاجمی حملی ته دوام ورکوی په صوبه سرحد کې د سروېس موټرونو په اډه کې ېو بم چاودلی دی.

پولېس واېې چې دا بم د کوهاټ په ښارگوټی کې چې نظآمی اډه پکی ده ، چاودلی دی. دوه کسان پکی وژل شوېدی او او تلس تنه نور زخمېان دی.

په عېن حآل کې د پاکستان عسکر و د طآلبانو د پخومورچلونو په لور پرمختگ ته وروسته له هغه نه دوام ورکړیدی؛ چې د سوات مرکزی ښار مېنگوره ېې د ېکشنبی په ورځ ونېوله.

د پاکستان پوځ د چارباغ په لور د شنبی په ورځ ناوخته حرکت وکړ. هلته ېې بندېز لېری کړ چې ملکېان له دغی سېمی نه ولاړ شی.

پوځ په دغه سېمه کې د ېکشنبی په ورځ د خبرتېالپاره پاڼی وغورځولی او ځاېې خلکو ته ېې خبرداری ورکړ چې د طالبانو خلاف له ېوې امکانی تهاجمی حملی نه مخکی له دغه ځاې نه ووزی.

د دوشنبی په ورځ د پاکستان جمهور رئېس اصف علی زرداری امر وکړ چې هغه شپږ ملېونه ډالره چې د عاجلو حالاتو دمرستی لپاره اختصاص شوېدی له هغو خلکو سره دمرستی لپاره چارواکېو ته وسپاری چې شمېر ېې دوه نېم ملېونو ته رسېږی او په دې تازه جگړو کې د خپل کور اوکلی پرېښودلو ته اړشوېدی.

د بشری مرستو ماموران او خبرېالان رپوټ ورکوی چې مېنگوره وران وېجاړه شوېده او ډېرې ودانی پکی بالکل په کنډوالو او کنډرونو بدلی شوېدی.

د سره صلېب چارواکېو خپله لومړنی ارزېابی، په سوات کې دروانو حالاتوپه باب بشپړه کړه. دغه رپوټ واېې چې حالات خراب او د اندېښنی وړدی.

د سره صلېب د ډلې رئېس ډانېل اومالی ووېل چې خلک د جگړی په مېدان کې اېسار شوېدی، او ډېر کم خوراکی مواد لری خو روانی اوبه ، برېښنا ، او د خپلو جنرېټرونو لپاره د سون مواد نلری.

د واشنگټن پوست ورځپاڼه لېکی چی دامرېکا او پاکستان چارواکی واېې چې د بې پېلوټه اولوتکېو په واسطه تقرېبا د شلو غټو القاعده او افراطېانو له جملی نه سم نېمایی په هغو عملېاتو کې وژل شوېدی چې د افغانستان د سرحد په اوږدو کې شوېدی.

دغه ورځپاڼه لېکی چې دامرېکا دا ستخباراتو چاوراکی په دې عقېده دی چې په سوات کې د پاکستان تهاجمی عملېاتو کې او د بې پېلوټه الوتکېو په برېدونو کې افراطېانو اوالقاعده ته درانه تلفات ور اووښتی دی او القاعده ېې پرېشانه کړېده.

XS
SM
MD
LG