د لاس رسي وړ اتصالات

کاپیسا کې د ائتلاف ٣ عسکر وژل شوي


نن د پنجشنبې په ورځ په افغانستان کی د امریکا په مشری د ائتلافي قواو درې عسکر هغه وخت ووژل سول چی د موټرو په کتار باندی یې د بمونو او توپکو حملې وشوې.

په یوه نظامي بیانیه کی ویل شوي دي چی دا حمله د کابل شمال ته د کاپیسا په ولایت کی وسوه. بگرام چی هلته د امریکا لویه نظامي اډه پرته ده هم په دې ولایت کی دی.

په بیانیه کی د وژل شوو عسکرو په باب څه نه دي ویل شوي چی د کوم هیواد یا هیوادو وو، مگر ددغو قواو مطبوعاتي دفتر د فرانسې خبري آژانس ته وویل چی هغوی امریکایان وو.

په افغانستان کی جگړو زور اخیستی دی، که څه هم چی هغه ملک ته نور خارجی عسکر استول شوي دي.

د امریکا جمهور رئیس براک اوباما امر کړی دی چی افغانستان ته دي ٢١ زره نور امریکایي عسکر او د عسکرو روزونکي واستول شی چی د طالبانو سره چی حملې یې مخ په زیاتیدو دي جگړه وکړی او د بیا رغونی په چارو کی مرسته وکړی.

XS
SM
MD
LG