د لاس رسي وړ اتصالات

" د اوباما وینا به تفاهم زیات کړي"


د په مصر کې اسلامي نړۍ ته د اوباما وینا او عربي هیوادونو ته د هغه سفر پر افغانستان او پاکستان څه اثر لرلی شي.

د امریکا حکومت وايي، په قاهر کې د جمهور رئیس اوباما وینا د هغه د پراخو هڅو یوه برخه ده چې له اسلامي نړۍ سره د امریکا اړیکې ورغوي.

په واشنگټن کې د جنوبي آسیا له کارپوهې لیزا کرټیس نه پوښتنه وشوه چې ددې کار لپاره دا وخت څومره امکانات موجود دي؟

"فکر کوم جمهور رئیس اوباما دا وخت ډیر امکانات لري چې د امریکا او اسلامي نړۍ تر منځ تفاهم تقویه کړي.

جمهور رئیس اوباما دې هدف ته د رسېدو لپاره دوه لارې لري. لومړی دا چې اسلامي نړۍ ته د امریکا تگلارې روښانه کړي، په خاص ډول دا چې ولې امریکايي قواوې دا وخت په افغانستان کې حضور لري. دا خبره وکړي چې هغه ترهگرو چې د سپتمبر د ١١مې حملې یې وکړې هغوی دا وخت په جنوبي آسیا په خاص ډول په پاکستان کې دي او تر اوسه پورې یې هم د پاکستان او هم د افغانستان حکومتونو ته تهدید پیښ کړی دی".

کرټیس وايي، له اسلامي نړۍ سره د هغه ارتباط او نږدېوالی مهم دی. اوباما ددې خبرې زیات امکانات ځکه لرې چې په یوه اسلامي هیواد انډونیزیا کې را لوی شوی دی او د اسلام په باره کې زیات معلومات لري.

مخصوصا باید د اسلامي نړۍ ځوانانو ته خاص پیغام ولري او دې دا خبره واضح کړي چې په دغه اوسنۍ پرمختللې او عصري نړۍ کې د اسلام اساسات او ارزښتونه څنگه په نظر کې نیول کېدای شي.

میرمن کرټیس وايي، د اوباما لپاره دا هم مهمه ده چې د هغو اسلامي ټولنو او ملکونو سره مشترکات نور هم تقویه کړي چې هغوی هم له تشدد سره مخالف دي.

جمهور رئیس اوباما په مصر کې د خبرو پر وخت یو ځل بیا دا خبره تکرار کړه چې امریکا له اسلامي نړۍ سره په جنگ کې نه ده او نه به دا کار په آینده کې وکړي.

له کارپوهې لیزا کرټیس نه پوښتنه وشوه چې امریکا ته کوم اقدامات په کار دي چې اسلامي نړۍ په خاص ډول هغه ډلې چې په جگړه کې دي، په دې باور پیدا کړي؟

"داسې ممکنه نه ده چې خلک دې په فوري ډول باندې په دې عقیده شي خو زه فکر کوم چې د اوباما وینا په دې لاره کې لومړنی او مهم گام دی. د یوه نوي جمهور رئیس په توگه چې واک ته د رسېدو راهیسې یې یوازې څو میاشتې کیږي، ددې امکانات برابر دي چې خبرې اترې او د تفاهم کوښښ پیل کړي.

خو زه له دې سره هم موافقه نه یم چې خلک دې ډیره زیاته توقع ولري ځکه چې په تگلاره کې بشپړ بدلون ممکن نه دی. خو په افغانستان کې دغه ډول یوه بدلون لیدل کیږي چیرې چې اوباما د ثبات د ټینگولو لپاره خپل کلک تعهد څرگند کړی دی او د هلته ته یې د نورو عسکرو د لیږلو ژمنه کړې ده. خو د ټولو تگلارو بدلون ممکن نه دی.

له لیزا کرټیس نه پوښتنه وشوه چې ولې ددغې وینا لپاره مصر انتخاب شوی و. ځکه چې داسې ډیر نور اسلامي ملکونه هم شته چې د مسلمانانو اکثریت په کې اوسیږي.

"دا واقعیت دی چې داسې ملکونه ډیر دي چې ددغې وینا د ځای په توگه انتخاب شوي وای. خو زه فکر کوم چې ددغې وینا لپاره د ځای په انتخابولو کې پوره توجه شوې ده. که مصر ته پام وکړو، یو ډول ذهنیت موجود دی. د الاظهر پوهنتون په دغه ملک کې واقع دی چې دا د اسلامي عقایدو تر ټولو پخوانی روزنیز مرکز گڼل کیږي.

که چیرې اوباما په رښتیا هم غواړي چې په داسې نتیجه لرونکو خبرو غږیږي چې د نړۍ په آیندې پورې اړه لري او دا چې امریکا او نور ملکونه له اسلامي نړۍ سره څه ډول اړیکې غواړي، نو په دې صورت کې د مصر انتخاب بد نه دی".

میرمن کرټیس وايي، له بلې خوا که ولیدل شي، د القاعده بنیاد هم له همدې ځایه راولاړ شوی دی. مثلاً دالقاعدې مرستیال الظواهري د همدې ځای دی.

خو مخکې له دې چې جمهور رئیس اوباما ددغې وینا د کولو لپاره مصر ته ورسیږي. پر لاره په سعودي عربستان کې تم شو او له پاچا ملک عبدالله سره یې وکتل. ډیر خلک په دې باور دي چې عربستان هم په افغانستان او هم په پاکستان کې خاص نفوذ او اثر لري. له لیزا کرټیس نه پوښتنه وشوه چې آیا امریکا له سعودي نه غوښتي او یا به وغواړي چې په افغانستان او پاکستان کې د تشدد په مخنیوي کې او د سولې د خبرو په تقویه کولو کې مرسته وکړي؟

"بلې زه په دې باور لرم چې سعودي عربستان په دې برخه کې خپل رول لري. سعودي په خپل ملک کې د تشدد او افراطیت د مخنیوي لپاره مبازره کې ده. او دا چې په افغانستان او پاکستان کې د تشدد د مخنیوي او د مذاکراتو لپاره سعودي عربستان څه کولای شي، زه په دې باور لرم د هغې نفوذ له مخې چې سعودي یې لري، دوی په دې برخه کې ډیر څه کولای شي".

کرټیس وايي، د پاکستان په باب دا اندېښنه موجوده ده، کومې مرستې چې له سعودي نه دغه هیواد ته ورځي اکثره په هغو مدرسو لگول کیږي چې تندلاري ورڅخه راوځي. خو دا د پاکستان مسولیت دی چې په خپله خاوره کې ددغو ډول عناصرو مخه ونیسي. د پاکستان د مسولیت په اړه شکونه هغه وخت نور هم زیات شول چې دوه ورځې مخکې یې د لشکر طیبه موسس له قید نه آزاد کړ.

دا وايي، خو بیا هم سعودي ددغو مشکلاتو په حل کولو کې رول لري. خو زه له دې نظر سره موافقه نه یم چې سعودي عربستان ددې توان لري چې دا هر څه حل و فصل کړي.

له لیزا کرټیس نه پوښتنه وشوه چې د سولې په مذاکراتو کې د سعودي د برخې په اړه څه فکر کوي. ځینې آوازې داسې دي چې سعودي عربستان لا له وړاندې د افغانستان د حکومت او د طالبانو د ځینو حلقو تر منځ د خبرو منځگړیتوب کوي؟

"تر اوسه دا نده معلومه چې له دغو مذاکراتو نه څه تر لاسه شوي او څه به ورڅخه تر لاسه شي. ما ته ښکاري چې د طالبانو مشرتابه دې ته تیار ندي چې له القاعدې سره خپلې اړیکې پرې کړي او که وکتل شي دغه اړیکې د سپتمبر د تروریستي حملو را وروسته نورې هم پیاوړي شوي دي.

زما په نظر تر هغو چې خبرې د طالبانو تر هغو ټیټو طبقو ونه رسیږي، هغوی چې د نړیوال جهاد نظریه په ذهن کې نلري او یا هغو کسانو ته یې پناه نه ده ورکړې چې دغه نظریه لرو، دغه د سولې مذاکرات به کوم مفهوم ونلري.

میرمن کرټیس وايي، داسې ښکاري چې د سولې دغه مذاکرات پیل شوي خو فکر کوي چې ډیر څه ورڅخه نه دي تر لاسه شوي.

خو مخکې له دې چې د سولې هر ډول مذاکرت پیل شي په کار ده چې په افغانستان کې وضعه کنترول شي.

XS
SM
MD
LG