د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د اوباما وینا ستایلې


د پاکستان خارجه وزارت د امریکا او اسلامي نړۍ تر منځ د نوي اساس لپاره د جمهور رئیس براک اوباما وینا ستایلې ده.

د خارجه وزارت یوه ویاند ویلي دي چې دا به د امریکا او مسلمانانو تر منځ هغه تشه ډکه کړي چې د ٢٠٠١م کال د سپتمبر د حملو وروسته رامنځته شوی دی.

عبدالباسط د تروریزم سره د مبارزې په لاره کې یې یو نوی دریځ غوړه کړی او په یوه وخت کې هم پر نظامي قوې او هم پر ټولنیزو او اقتصادي مسایلو توجه کوي.

که څه هم د پاکستان حکومت د امریکا ملگری دی خو په دې وروستیو څو کلونو کې د پاکستان په خلکو کې امریکا او د امریکا پالیسۍ چندان محبوبیت نلري.

د پوهنتون یوه ډله شاگردانو چې په اسلام آباد کې یې د اوباما وینا پر تلویزیون لیدله، دده وینا وستایله او ویې ویل چې د پاکستان لپاره د پاکستان پالیسئ له ټولې سیمې سره د امریکا د اړیکو لپاره ډیر اهمیت لري.

XS
SM
MD
LG