د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان په یوه مسجد کی چاودنې ٣٠ تنه وژلي


پاکستاني پولیس وایی چی نن د بر دیر په سیمه کی په یوه مسجد کی د جمعې د لمانځه پر وخت د بم چاودنه وسوه چی لږ تر لږه ٣٠ کسه یې ووژل. په دې سیمه کی د پاکستان نظامي قواوي د یاغي طالبانو سره په جگړه اخته دي.

پرون ملگرو ملتو وغوښتل چی پاکستان ته دی اضافي مرستی ورکړه شی چی دهغو څه د پاسه دوه نیم ملیون خلکو سره مرسته وکړای سی چی ددغو جگړو په وجه بې کوره شوي دي.

په پاکستان کی د ملگرو ملتو د بشری چارو د ادارې رئیس مانویل بیسلر خبرداری ورکړ چی که نړۍ واله ټولنه ژرتر ژره اقدام ونه کړی نو د جولای تر میاشتي پوری به ځیني مواد ختم سی.

XS
SM
MD
LG