د لاس رسي وړ اتصالات

د اوباما وینا د افریقا عکس العمل


په لویدیځه افریقا کې ډیرو مسلمانانو دامریکا دجمهوررئیس بارک اوباما وینا دتلویزن له لاری واریدله چې له قاهری نه ئې وکړه، په داسی حال کې چې هغه دامریکا او دنړۍ دیو میلیارد مسلمانانو ترمنځ دنوی پیل غوښتنه وکړه چې هغه څه ته خاتمه ورکړی چې دی ورته د شک او بی اعتمادی سلسله وائې.

په موریتانیه کې دامریکاسفارت خلکوته بلنه ورکړه چې دسفارت دکنفرانس په خونه کې دجمهوررئیس بارک اوباما وینا ژوندی واوری .

محمد یحئ اولډ اودود وائې، دغې وینا ورباندی اغیزه وکړه: دا دامریکا نوی پالیسی منعکسوی، ځکه نو دا نړۍ په خاصه توگه اسلامی نړۍ ته یونظر وړاندی کوی. ځکه نو زه فکرکوم چې دا یوه ډیره گټوره وینا ده او دا به په اسلامی نړۍ کې په ډیرو خلکوباندی تاثیرهم وکړی چې دامریکا رویه او سلوک په باره کې فکر وکړی .

دکانگو په ډیموکراتیک جمهوریت کې زبیده بوهندوا وائې، دجمهوررئیس اوباما وینا دغلطی فهمی د لیری کولو لپاره یو فرصت دی :

زه فکرکوم چې دا ښه نظر دی چې که هغه دامریکا د خلکو فکرونه بدل کړی چې فکرکوی مسلمانان جنایت کاران دی . او که هغه دی ته ورته کار په اسلامی نړۍ کې وکړی چې فکرکوی امریکایان داسلام دښمنان دی . زه هیله لرم که هغه صادق دا کار ممکن دی .

په نیجیر کې امادو مورو وائې، دا په امریکا او نوروملکونو کې دافراطیت په خلاف وینا ده:

مورو وائې، موږ باید هغې بی اعتمادی ته خاتمه ورکړو چې دنړۍ دمختلفو نو کولتورونو او مذهبونو ترمنځ موجوده ده . امریکائې عیسویان باید دیو مذهب په حیث په اسلام باندی بی باوری ختم کړی او داسلام سره دترورستانو افراطیت باید گډ نکړی .

په کیمرون کې نیچیچوما بانلا وائې، جمهوررئیس په ډانگ پیلی توگه وینا وکړه:

زماهیله داده چې دجمهوررئیس اوباما څرگندونیعمل تشویقوی چې په منځنی ختیځ کې جنجال پای ته ورسوی.

بانلا وائې، دا مهمه ده چې جمهوررئیس اوباما دفلسطینانو حق وپیژند چې خپل دولت ولری .

بانلا زیاتوی: که جمهوررئیس دغه څرگندونه وکړی نو موږ هیله لرو چې دی به په اسرائیلو باندی فشار راوړی چې فلسطین دیو خپلواک دولت په حیث وپیژنی .

په سینیگال کې په محمدو باروباندی دغې وینا دومره اغیزه نده کړی چې وائې، هغهپوره تفصیل ندی ورکړی :

بارو وائې، جمهوررئیس اوباما دهغو کسانو د وژلو په باره کې په تفصیل خبری وکړی چې دسیپټمبر دیولسمی نیټی دترورستی حملو په وخت کې په نیویارک او واشنگټن ډی.ثی. کې وژل شوی وومگر په عراق کې دوژلو شوو کسانو په باره کې په تفصیل ونه غږیده چې امریکائې څومره کسان وژلی دی .

بارو وائې، جمهوررئیس، اسرائیل دهغه تاوتریخوالی مسؤل ونه گڼل چې د فلسطینی ملکیانوپه خلاف ئې سرته رسولی دی او دا پوښتنه کوی چې ولی دامریکا مشر دغزی په تړانگه باندی داسرائیلو دوروستی حملې په باب څه ونه ویلی.

XS
SM
MD
LG