د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د ځینو حیواناتو پر ښکار بندیز ولگاوه


په افغانستان کې د ځنگلي حیواناتو او بوټو د ساتنې یوه نوې جوړه شوې ټولنه وايي افغانستان د خپلو ځنگلي حیواناتو او بوټو د ژوند د ساتلو لپاره د یو شمیر حیواناتو په ښکار او د یو شمیر بوټو په وهلو باندې بندیز لگولی دی.

د هغو حیواناتو په لسټ کې چې په ښکار کولو یې بندیز لگول شوی، د غرني پړانگ نوم شامل دی چې په یوې خپرې شوي بیانیې کې ویل شوي چې ژوند یې په دغه ملک کې له سخت خطر سره مخامخ دی. د لیوه، هیږې او د پغمان د سمندر په نامه د یو نوعې حشرې چې ډیر لږ شهرت لري پر ښکار هم بندیز لگول شوی دی. د یو ډول سپیدار د ونو په وهلو هم بندیز لگول شوی دی.

په دغه لسټ کې د شل ډوله تی لرونکو تي لرونکو حیواناتو، اوو ډوله مرغانو او څلور ډوله ونې او یو ډله حشره شامل دي. د ځنگلي حیواناتو او بوټو د ژغورنې اداره وايي، دا به په افغانستان کې د هغو حیواناتو او بوټو په حفاظت کې مرسته وکړي چې د تیرو نږدې دیرشو کلونو په ناامنیو کې یې سخت زیان لیدلی دی.

د ځنگلي چاپیریال د محافظت دغه نورې ادارې د امریکا د خیریه مرستو د ادارې USAID په مالي مرسته او کرهنې وزارت او د کابل پوهنتون په مرسته د تحقیق په نتیجه کې ددغو حیواناتو لسټ جوړ کړی چې پر ښکار یې بندیز لگول شوی دی.

رپوټ وايي، دغې کمیټې یوه کال وړاندې د هغو حیواناتو په اړه تحقیقات پیل کړي وو چې ژوند یې له جدي خطر سره مخامخ دی.

په افغانستان کې د غزني پړانگانو ښکار روان دی او د پوستونو تجارت یې په غیر قانوني توگه کیږي. د پړانگ پوس لږ تر لږه په ١٥ سوه ډالر خرڅیږي.

د پړانگانو د پوست تجارت په نړیواله سطحه غیر قانوني دی ځکه چې ددغه حیوان د ژوند بقا په خطر کې ده او په نړۍ کې یې شمېر مخ په کمېدو دی.

XS
SM
MD
LG