د لاس رسي وړ اتصالات

سپین بولدک کې ځانمرگې حمله شوې


پولیس وايي، په سپین بولدک کې په یوې ځانمرگې حملې کې لږ تر لږه درې تنه وژل شوي دي.

د امنیې قومندان جاوید احمد وویل، حمله کوونکی پر یوه موټرسایکل سپور وو او په چاودنه کې پخپله هم وژل شوی دی.

په دغې چاودنې کې د ماشومانو او ښځو په شمول اته تنه ټپیان شوي دي.

د تیرې چهارشنبې په ورځ په سپین بولدک کې په یوې جلا ځانمرگې حمله کې د ناټو د یوه کاروان پنځه امنیت ساتونکی ووژل شول.

XS
SM
MD
LG