د لاس رسي وړ اتصالات

کرزي له قرغزستان نه غوښتنه کړې


جمهور رئیس حامد کرزي له قرغزستان نه غوښتي امریکا ته اجازه ورکړي چې په افغانستان کې د امریکايي او ناټو د قواوو د ملاتړ لپاره د مناس له هوايي اډې نه استفاده وکړي.

د قرغزستان حکومت امریکا ته د فبروري په میاشت کې وویل چې د مناس اډه خالي کړي. خو د قرغزستان یوه عالي رتبه چارواکي نن وویل چې ښاغلي کرزي د قرغزستان جمهور رئیس کورمان بیک باقیوف ته یو خط لیږلی او له هغه نه یې غوښتي چې پر خپل دغه پریکړې له سره غور وکړي.

دغه چارواکي ویلي، جمهور رئیس کرزي خبرداری ورکړی چې ددغه اډې استعمال په افغانستان کې د تروریزم په ځپلو کې مهم رول لري او که وتړل شي نو دا به ډیر پراخ عواقب ولري.

د قرغزستان چارواکو همدارنگه ویلي دي چې ښاغلی باقیوف او جمهور رئیس کرزی به په روسیې کې په یوې سیمییزې غونډې کې سره وگوري.

څو میاشتې مخکې، قرغزستان وروسته له هغه امریکا ته وویل چې په شپږو میاشتو کې د مناس هوايي اډه خالي کړې چې روسیې ورسره د دوه میلیارد ډالرو مرستې او قرضې ژمنه وکړه.

د اپریل په میاشت کې روسیې خپل نوی پلان اعلان وکړ چې غواړي د قرغزستان په یوې بلې اډې کې د خپلو الوتکو شمیر زیات کړي.

د قرغزستان جمهور رئیس باقیوف شکایت کړی و چې امریکا د مناس د هوايي اډې د استعمال کافي کرایه نه ورکوي.

XS
SM
MD
LG