د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما د فرانسې د آزادئ په کلیزه کې


د امریکا جمهور ریس براک اوباما د دویمی نړیوالی جگړی په وخت کی د متحدینو لخوا د اشغال شوی فرانسی د آزادولو په ٦٥ کالیزه کی برخه واخیسته.

ښاغلی اوباما له دغه ځای نه روان شوی دی.

جمهور رییس اوباما له دغه ځای نه جرمني ته ځي له صدراعظمی انګلامرکل سره ګوری.

ښاغلی اوباما پرون د فرانسی د جمهور ریس نیکولاس سارکوزی او نورو مشرانو سره یوځای په نور ما ندی کی په کال ١٩۴۴ کی د متحدینو د فتح د ورځی په نمانځه کی برخه واخیسته.

ښاغلی اوباما د امریکایی عسکرو د هدیری په سر حاضرینو ته وویل چی په دی تاریخی ورځ به د متحدینو سرښندی او فداکاری د یاده ونه باسی.

ښاغلی سارکوزی په اروپایی ملکونو او امریکا غږ وکړ چی د نړی اوسنیو گواښونو سره په گډه مبارزه وکړی.

XS
SM
MD
LG