د لاس رسي وړ اتصالات

لبنان کې غرپ پلوه ایتلاف انتخابات وگټل


په لبنان کې د انتخاباتو رسمي نتایج تصدیق شویدی او غرب پلوه ایتلاف پارلیمانی انتخابات گټلي دي.

د لبنان دکورنېو چارو وزېر زېد بارود د دوشنبی په ورځ اعلان وکړ چې غرپ پلوه اېتلاف په پارلېمان کې ٧١ چوکۍ گټلی دی. د پارلېمان د چوکېو شمېر ١٢٨ ته رسېږی. د حزب الله په مشرۍ اېتلاف چې اېران او سورېه ېې حماېت کوی ٥٧ چوکۍ گټلی دی.

د لبنان په پارلمېان کې داکثرېت مشر، سعد الحرېری دېکشنبی په ورځ کامېابی اعلان کړله. هغه دا ور په لبنان کې د ددموکراسی لپاره غټه ورځ وبلله.

د حز ب الله نماېندگان اودهغوی عېسوی انډېوال گوند خپله ماتی ومنله . حز ب الله او دهغوی انډېوال گوند هېله لرله چې د غرب پلوه اېتلاف کوچنی اقلېت ته ماتی ورکړی خو دا کار سرته ونه رسېده.

دلبنان دکورنېو چارو وزېر زېد بارود ووېل چې دراېو ورکوونکېو شمېر د ېکشنبی دورځی په انتخاباتو کې لږ تر لږه ٥٢ فېصده و. د دوه زره پنځه کال په انتخاباتو کی ۴٥ مستحق راېې اچوونکی انتخاباتو ته تللی وو.

رپوټ واېې دانتخاباتو په ورځ امنېت ډېر ټېنگ و او تقرېبا پنځوس زره عسکر اوپولېس په ټول هېواد کې د مرگ ژوبلی او تاو ترېخوالی لپاره گومارل شوی وو. په انتخاباتو کې کومه غټه پېښه نده شوی.

رپوټ داهم واېې چې 3.2 ملېونه لبنانېان چې دراېو وروکولو مستحق دی هغه له هېواد نه بهر اوسېږی.

XS
SM
MD
LG