د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان د کلېوالو قومی لښکر  نهه طالبان ووژل


په پاکستان کې د صوبه سرحد چارواکی واېې چې تقرېبا زر کلېوالو په بر دېر کې په طالبانو باندی حمله کړېده. دا درېمه ورځ ده چی هلته نښتی روانی دی.

رپوټ واېې چې ددغی مرگ ژوبلی او تاو ترېخوالی سبب د جمعی دورځ هغه چاودنه ده چې په ېوه ځاېې جومات کې وشوه.

چارواکی واېې، د جمعی دورځی له بم چونی نه وروسته خلکو د انتقام لپاره پرطالبانو حملی کړېدی.

محلی چارواکیو ووېل چې لږ تر لږه ١٢٠٠ کلېوال له همدغو سمېو نه په قومی لښکر کې سره راټول شول لږ تر لږه ١٣ طالبان ېې ووژل او تقرېبا شلو کورونو ته ېې اور واچاوه.

رپوټ واېې دا د طالبانو د جنگېالېو کورونه وو.

چارواکی واېې چې د قومی لښکر خلکو طالبان تقرېبا له درې کلېونه اېستلی دی او دوه نور کلی ېې چې د طالبانو د مورچلونو په نامه ېادېږی محآصره کړېدی.

د سوات دری ته نېژدی سېمه کې د پاکستان پوځ له طالبانو سره تقرېبا له ېوې مېاشتی راهېسی په جگړه بوخت دی.

رپوټ واېې چې د تېرې جمعی په ورځ ېوه ځان مرگه د بر دېر په ېوه جومات کې ځان په بم والوزاوه او ٣٨ کسان ېې له ځان سره ووژل.

هېچا ددغی حملی مسوولېت په غاړه ندی اخېستی خو محلی خلک واېې چې داکاربه طالبانو له پوځ نه دهغوی دتهاجمی حملی په بدل کې کړی وی.

ېو شمېر تحلېل کوونکی واېې چې د کلېوالو پاڅو او د لښکر جوړول ددې څرگندونه کوی چې په عامو خلکو کې د طالبانو خلاف کرکه او نفرت مخ په زېاتېدودی.

خو ېو شمېر نور واېې چې پکار ده د پاکستان پوځ له هغو دوه نېم ملېونو بې ځاېه شوېو ملکېانو سره چې د سوات دناوې په سېمه کې د نښتو له امله ېې کورونه پرېښی دی، په ډېره موثره توگه چا چلند وکړی.

البته که غواړی چې دعامو خلکو زړونه خپل کاندی.

پاکستان واېې چې تقرېبا ١٣٠٠ افراطېان او تقرېبا سل تنه عسکر تراوسه پورې له تېرو څو اونېو راهېسی د پوځ په تهاجمی حملوکې وژل شوېدی.

په ېوه بل خبر کې وېل شوېدی چې پولېس واېې په پېښور کې د پولېسو ېوی گزمی سره نېژدی ېوبم وچاود او ېوپولېس یی وواژه.

XS
SM
MD
LG