د لاس رسي وړ اتصالات

کنړ کې چاودنې ډیر خلک ژوبل کړي دي


د افغانستان چارواکي وايي، په کنړ کې د امریکايي قواوو یوه کاروان ته نږدې چاودنه شوې او لږ تر لږه یو ماشوم پکې وژل شوی دی.

چارواکي وايي، نن په دغې چاودنه کې لږ تر لږه ٥٠ تنه زخمي شوي دي.

د کنړ امنیه قومندان عبدل جلال جلال وايي، کیدای شي دغه چاودنه د یوې لاسي بم د حملې په نتیجه کې رامنځته شوې وي.

چارواکي وايي، د هغو رپوټونو په اړه تحقیقات کوي چې وايي، دغه لاسي بم یوه امریکايي عسکر غورځولی دی.

په افغانستان کې د ناټو په مشرئ قواوې وايي، ابتدايي تحقیقات ښيي یوه تندلاري د خلکو د گڼې گوڼې ډکې سیمې ته لاسي بم غورځولی دی.

XS
SM
MD
LG