د لاس رسي وړ اتصالات

ایتلاف: غور کې د طالبانو مهم قومندان وژل شوی


په افغانستان کی دامریکا په مشرئ ایتلاف وایی چه نن یېدغور په ولایت کی په یوه هوایی حمله کې دطالبانو یو قوماندان او دهغه سره ملگريشپاړس کسان ووژل.

دامریکا پوځی مقامات وایی هوایی حمله په داسی حال کی وشوه چه ملا مصطفی دخپل کور نه واته.

دامریکا پوځی اعلامیه وایی دطالبانو دغه قوماندان یی هغه وخت په نښه کړ چه په یوه لیری پرته سیمه کی ودریده او غوښتل یی چېدخپلو ملگرو سره وگوري.

پوځی ماموران وایی چه ملا مصطفی دسلو تنو وسله والو سړو قوماندانی په غاړه لرله او هغه دطالبانو نه علاوه دایران د پاسداران انقلاب سره هم اړیکېساتلې.

له بلی خوا، دسه شنبی په ورځ د کونړ په ولایت کی دلاسی بم په حمله کی دوه کسان مړه او پنځوس کسان زخمیان شول.

حمله په داسی حال کی وشوه چه خلک دسړک په غاړه دامریکا د یوځ د یوی خرابی شوی نقلیه وسیلی په شاوخوا راټول شوی ؤ.

دامریکا یوه پوځی اعلامیه وایی چه عسکرو یی کوښښ کاوه چه خراب شوی پوځی موټر را خلاص کړيچېد امریکایی عسکرو په وینا ناڅاپه کوم سړی لاسی بم راوغورځوه.

په داسی حال کی دامریکا پوځ او د افغا نستان دکورنیو چارو وزارت ددی حملی ملامتیا په طالبانو باندی اچولی ده، خو څو تنو عینی شاهدانو وویل چه یوه امریکایی عسکر دغه لاسی بم راگوزار کړ.

XS
SM
MD
LG