د لاس رسي وړ اتصالات

په ایران کې د انتخاباتو وروستۍ شیبې


د جمعې په ورځ بې شمیره خلک د رای ورکولو صندوقونو په مخکې ولاړ ول ترڅو جمهوري ریاست ته د څلورو کاندیدانو له جعې څخه خپل د خوښې کاندید ته رای ورکړي. د ځینو سیاسي ماهرین په وینا اوسنی جمهور ریْس محمود احمدي نژاد د سختې سیالۍ سره مخامخ دی.

د ایران حکومتي تلویزیون د رای ورکونکو څخه غوښتلي دي چې د رای ورکونې صندوقونه ته ولاړ سي او خپلې رایې وکاروي. دغه تلویزیون د بې شمیرو رای ورکونکو جریان، چې د رای ورکونې د صندوقونو تر شا ولاړ ول، تر خپل نشراتي پوښښ لاندي راوستلی دی.

د زړو ښځو څخه نیولې چې پر اربه لرونکو څوکیو ناستي وې، تر مذهبي مشرانو او نورو عادي خلګو پوري ټول د رای د صندوقونو تر شاه ولاړ ول، او د خپلې رایې د کارولو لپاره یې انتظار ایسته.

د ایران مذهبي مشر، حیات الله علی خامینيي چې هم د رای ورکولو لپاره د رای اچونې مرکز ته راغلی وو، د خلګو له خواه یې تود هرکلی وسو.

د رای ورکولو وروسته مذهبي مشر حیات الله علی خامیني د یوې لنډې وینا په ترڅ کې ګیله وکړه چې ځینې ګوندونه هڅه کوي ترڅو د انتخاباتو د بهیر پر وړاندې خنډونه جوړ کړي او ستونزې رامنیځ ته کړي.

مذهبي مشر خامینيي داسي وايي:

که چیري د انتخاباتو په لړ کې ستونزې او اندېښنې راپورته سي نو خلګو ته به زیان ورواوړي او دوی به ژوبل سي. نو زه د ټولو څخه غوښتنه کوم چې هڅه وکړي ترڅو د هر ډول شخړې او اندېښنې د مینځ ته راتلو نه مخنوی وکړي. دغه راز ښاغلي خامینیي د خلګو څخه دا هم وغوښتل چې د هغو کسانو پروړاندې چې د ایران په مقابل کې خراب نظر لري، د صبر او حوصلې څخه کار واخلي او اهداف یې ور وړنګ کړي.

د ایران د کورنیو چارو وزیر صادق محصولي خبریالانو ته وویل چې یادشوي انتخابات د توقع څخه زیات ښه ترسره کېږي او هیله یې څرګنده کړه چې ۷۰ په سلو کې خلګ به د رای ورکولو په پروسه کې ګډون وکړي.

د ایران د انتخاباتو د کمیسون ریْس کامران دانشجو وویل چې د ده دفتر په هیواد کې ۳۵ زره د رای ورکونې مراکز د انټرنیټ په ذریعه تر نظارت لاندې نیولي دي. نوموړي زیاته کړه چې د رای ورکونې بهیر ښايي ۲ ساعته نور هم وغځېږي ځکه چې د رای ورکونکو شمیر ډیر زیات دی.

د ایران مطبوعاتي تلویزیون د یو ریپوټ په ترڅ کې ویلي دي چې د انتخاباتو په لړ کې ګن شمیر د رای ورکونې مراکز د ورقو او نورو ضروري موادو د کمښت سره مخامخ سول خو د کورنیو چارو وزارت د دوی اړتیاوې بیرته پوره کړې.

دغه رازاصلاح پلوه کاندید میر حسین موسوي او د هغه میرمن هم د تهران په جنوب کې د انتخاباتو په یو مرکز کې خپلې رایې وکارولې. د ښاغلي موسوي میرمن هیله څرګند کړه چې میړه به یې د انتخاباتو په لومړي پړاو کې بریالی سي.

دغه راز موسوي وروسته د یوې محلي مطبوعاتي ادارې سره په مرکه شکایت وکړ چې د ده ځینو نماینده ګانو ته اجازه ورنکړل سوه چې د صندوقونو او رای اچونې د بهیر څخه نظارت وکړي.

د اوسني جمهور ریْس احمدي نژاد درې سرو سیالانو د ایران د مذهبي مشر حیات الله علی خامینيي څخه وغوښتل چې د انتخاباتو په لړ کې د درغلۍ او خیانت څخه مخنوی وکړي.

اصلاح پلوه کانديد کروبي چې د ایران پخوانی د پارلمان ریْس وو، خبریالانو ته وویل چې د انتخاباتو د بهیر څخه ډیر زیات خوشاله دی. نوموړي دا هم وویل چې نړیوالو مطبوعاتو د ایران د انتخاباتو بهیر په ډیر ښه توګه تر خپل مطبوعاتي پوښښ لاندې راوستی.

هغه داسي وویل:ما ته ډیریوو خارجي خبریالانو وویل چې انتخابات په فوق العاده توګه ترسره کېږي او دا دوی متعجبه کړي دي. زه په دې ډیر خوشاله یم چې دغو خبریالان زمونږ د انتخاباتو بهیر تر خپل مطبوعاتي پوښښ لاندې راوستی، دا ښيي چې زمونږ انتخابات څومره په اعلی او ښه توګه ترسره کېږي.

مهدي شهباز چې یو د رای ورکونکو څخه وو، د دغو انتخاباتو د اهمیت په هکله داسي وویل:

د ایران د خلګو لپاره دا ډیره مهمه ده چې په انتخاباتو کې ګډون وکړي. هغه زیاته کړه چې د ۱۹۷۹ م انقلاب را په دیخواه اکثرو ایرانیانو په انتخاباتو کې ګډون نه وو کړی او د نیکه مرغه اوس د انتخاباتو اهمیت ورته په ډاګه سو.

د ایران د کورنیو چارو د وزارت له مخې ۴۶،۲ میلیونه ایرانیان د رای ورکولو واجد شرايط دي چې او کولای سي د جمعې د ورځي په انتخاباتو کې ګدون وکړي. د یادولو وړ ده چې د انتخاباتو نتیایج به د ۲۴ ساتو څخه په کم وخت کې وروسته له هغه نه چې نتخابات تمام سول، اعلان سي.

XS
SM
MD
LG