د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما: ایران کې د بدلون امکان شته


د امریکا جمهور رئیس براک اوباما وايي، په ایران کې د بدلون امکانات ویني.

جمهور رئیس اوباما پرون وویل، په دې خوشحاله شوی دی چې په ایران کې پر مسایلو ستر بحثونه شوي دي.

اوباما وویل، دا مهمه نه ده چې انتخابات څو وړي خو دی هیله من دی چې دا به امریکا ته ددې زمینه برابره کړي چې له ایران سره د خبرو یوې نوې لار پیدا کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلینټن وايي، تمه لري چې د ایران د انتخاباتو نتیجه ددغه ملک د خلکو د واقعي غوښتنو سره سمې وي.

میرمن کلینټن په کاناډا کې خبرې کولې. دې وویل، د اوباما حکومت د ایران انتخابات په دقیق ډول څارل او ددغه ملک په انتخاباتي مبارزو کې یې د خلکو لیوالتیا او د کاندیدان تر منځ شدید بحثونه لیدلي دي.

له بلې خوا، د سپینې ماڼۍ نطاق رابرټ گیبز په یوې اعلامیې کې ویلي دي امریکا لا تر اوسه روان وضعه په خاص ډول هغه رپوټونه له نږدې څاري چې وايي، په انتخاباتو ځینې بې نظمئ موجودې وې.

د کاناډا خارجه وزیر د میرمن کلنټن سره په خبرو کې ویلي دي چې دده ملک د هغو رپوټونو له امله اندېښمن دی چې وايي، د ایران په انتخاباتو کې ځینې بې نظمئ موجودې وې.

هغه د ایران پر چارواکو غږ وکړ چې د رایو په شمېرلو کې بې طرفي او شفافیت وساتي.

په انتخاباتو کې د جمهور رئیس احمدي نژاد د بري په اړه په نړیواله سطحه بیلا بیل عکس العملونه خپاره شوي دی.

اسرائیلو چې احمدي نژاد ورباندې څو ځله لفظي حملې کړي، اندېښنه ښودلې ده.

نن د اسرائیلو د خارجه وزارت مرستیال ډاني ایالون وویل چې په انتخاباتو کې د ښاغلي احمدي نژاد بری ښيي چې د ایران له خوا تهدید نور هم زیات شوی دی. د وویل، نړیواله ټولنه باید د ایران د اتومي پروگرامونو او د ټروریزم د ملاتړ مخه ونیسي.

د ایران مطبوعات وايي، د ونزویلا جمهور رئیس هوگو چاوزیر احمدي نژاد ته په تلیفون کې مبارکي ویلې ده. چاویز د ایران ملگری او د امریکا سره یې په دوامدار ډول خصومت ساتلی دی.

XS
SM
MD
LG