د لاس رسي وړ اتصالات

د کاندیدانو وروستی لست اعلان شو


د افغانستان په آینده انتخاباتو کې به ۴٠ کاندیدان د جمهور رئیس حامد کرزي مقابلې ته دریږي.

د انتخاباتو کمیسیون نن د کاندیدانو د نومونو وروستی لسټ خپور کړ. په دې لسټ کې د جمهور رئیس کرزي، د پخواني خارجه وزیر ډاکتر عبدالله او د مالیې د پخواني وزیر اشرف غني نومونه شامل دي.

د کاندیدانو په دغه لسټ کې د دوو ښځو نومونه هم شامل دي. د جمهوري ریاست انتخابات د اسد په ٢٩مه کیږي.

ښاغلی کرزی کوښښ کوي چې د دوهم ځل لپاره انتخابات وگټي. هغه کریم خلیلي او محمد قسیم فهیم خپل مرستیالان معرفي کړي. دي.

رپوټونه وايي، په افغانستان کې د تشدد د پیښو زیاتېدو او په حکومت کې اداري فساد د ملک دباندې د ښاغلي کرزي موقف ته تاوان رسولی خو بیا هم په راتلونکو انتخاباتو کې داسې کاندید نه لیدل کیږي چې د هغه په خلاف دې جدي سیال وگڼل شي.

د افغاستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون رئیس د کاندیدانو په لست کې پر ډیرو کسانو باندې انتقادونه لرل خو نومونه یې یاد نه کړل.

عزیز الله لودین وویل، ډیر کاندیدان چې کافي سواد او تجربه نلري، باید له لست نه لرې شوي وای، خو د وویل چې ددې کار واک یې نه درلود.

د مخکنی لست نه یوازې د دوو کاندیدانو نومونه لرې کړل شوي دي.

XS
SM
MD
LG