د لاس رسي وړ اتصالات

جنوبي وزیرستان کې بمباري شوې


پاکستاني جنگي الوتکو نن د صوبه سرحد په بیلا بیلو برخو کې د تندروانو پر مرکزونو باندې بمباري کړې ده. دا بمباري له هغه یوه ورځ وروسته کیږي چې د پاکستان په دوو جماتونو کې ځانمرگې حملې وشوې او د یوه مشهور دیني عالم په ډگډون یې لږ تر لږه اووه تنه ووژل .

د پوځ مقامات وايي، په جنوبي وزیرستان کې د طالبان د مشر بیت الله محسود په سیمه کې په هوايي بمباریو کې لږ تر لږه اووه تندلاري وژل شوي دي.

د ښاغلي محسود یوه نطاق وویل چې په لاهور او نوښار کې په دوو مسجدونو کې ځانمرگې حملې د دوی کسانو کړي دي. طالبانو همدارنگه د پیښور په ښار کې د پیرل کانټیننټل پر هوټل باندې د سه شنبې د ورځې د چاوندې مسولیت هم اخیستی دی چې نهه تنه پکې ووژل شول.

نن په زرگونو خلک په لاهور کې د مولانا سرفراز نعیمي په جنازه کې راټول شوي وو. دی د لاهور د جمامعه نعیمیه د مدرسې مشر وو او پرون د جمعې د لمانځه وروسته په خپله مدرسه کې په یوې ځانمرگې حملې کې له دوو نورو کسانو سره یو ځای ووژل شو.

د لاهور او کراچئ په ښارونو کې د هغه ملاتړ کوونکو مظاهرې کړي دي. مولانا نعیمي په ښکاره د طالبانو په خلاف د حکومتي قواوو د عملیاتو ملاتړ کاوه.

پرون پیښور ته نږدې په نوښار کې هم د پوځ د یوې ډیپو څنگ ته پر یوه مسجد ځانمرگې حمله وشوه او د پوځ څو تنه غړي پکې ووژل شول.

XS
SM
MD
LG