د لاس رسي وړ اتصالات

ډیره اسماعیل خان کې چادونی ۸ تنه ووژل


د پاکستان حکومتي مامورینوایي نن د هغه هیواد د دیره اسماعیل خانپه مارکیت کی د چادونی له کبله اته تنه وژل شوی.

د پنځوسو نه زیات ټپیان شوي دي. سخت دریځو پدې رووستیو ورځو کی په سوات کې د پوځي قواو د عملیاتو په ځواب کی د بمي بریدونو لړۍ پیل کړې ده.

مخ په زیاتیدونکي تشدد د پاکستان ثبات د گواښونو سره مخامخ کړی دی.

ددې تر څنگ ددې هیواد د ذروی وسلو د خوندی ساتلو په اړه هم اندیښنی لا زیاتی شوی دی.

په سوات کی تهاجمي عملیات امریکا ته دا یو څه ډاډ بښي چی پاکستان د سخت دریځو سره دمبارزی په لور زیار ته په جدي توگه دوام ورکوي.

XS
SM
MD
LG