د لاس رسي وړ اتصالات

ایران: ۱۰ تنه اصلاح طلبه نیول شوي


د ایران د اصلاح طلبو ډلو غړو ویلی چی لږ ترلږه لس تنه اصلاح طلبان د نن سهار راهیسی ،څو ساعته وروسته له هغی چی ایرانی چارواکیو د جمهور ریس احمدي نژاد د بیا انتخابیدو اعلان وکړ،بندی شوی دی.

نن په مجموع کی د تهران په واټونو کی نسبتآ آرامی وه.

خو یوه ورځ مخکی په پایتخت کی له هغه وروسته چی د ایران د کورنیو چارو وزیر اعلان وکړ چی ښاغلی احمدی نژاد ٦٢.٦ په سلو کی رایی وړی دی،قهر جنو ایرانیانو د پولیسو سره نښتی وکړی.

د ایران د کورنیو چارو وزیر وویل چی د انتخاباتو مهم سیال مهم سیال ،اصلاح طلبه حسین موسوی ٣٣.٧٥ رایی وړی دی.

د ښاغلی موسوی په زرگونو ملاتړ کونکو ټایرونو ته اور واچاوه او تیږی یی وویشتلی .دا د یوی لسیزی راهیسی لومړی ځل دی چی دا ډول بلوا پیښیږی.

مظاهره چیانو ویل چی ورک دی وی ډیکتاتوران،هغوی په انتخاباتو کی ټگی برگی وغندله او ادعا یی درلوده چی د ښاغلی موسوی لپاره د هغوی رایی نه دی شمیرل شوی.

پولیسو په مظاهره چیانو باندی د اوښکی بهونکی گاز نه کار واخیست او مظاهره چیان یی په کوتکو ووهل.

په موټر سایکلونو سپاره پولیس د مظاهره چیاو په مینځ کی ورننوتل چی سره خوار یی کړی.

د شنبی په ماښام د موسوی کمپین د خلکو نه وغوښتل چی د مظاهرو نه لاس واخلی.

XS
SM
MD
LG