د لاس رسي وړ اتصالات

جنرال مکریسټل دنده پیل کړه


په افغانستان کې د ناټو او امریکايي قواوو نوي امریکايي قومندان نن دنده پیل کړه. جنرال سټانلې مکریسټل په کابل کې د یوې لنډې غونډې وروسته رسماً په کار پیل وکړ.

هغه یو ځل بیا ټینگار وکړ چې د تشدد په خلاف جگړه کې به د ملکي تلفاتو راکمولو ته پام کوي او ویې ویل چې د ماموریت اصلي هدف یې د افغانستان خلکو ته کار کول دي.

خو مکریسټل وویل، د دوی په فعالیت کې د احتیاط زیاتوالی به له دښمن نه د ویرې معنی ونلري.

د عسکرو نوي قومندان له دې یوه ورځ مخکې په کابل کې له جمهور رئیس حامد کرزي سره وکتل.

د ښاغلي کرزي دفتر وايي، هغه له جنرال مکریسټل نه په کلکه وغوښتل چې د ملکي خلکو د ژوند ژغورلو ته پام وکړي او مکریسټل ژمنه وکړه چې په دې لاره کې به عملي گامونه پورته کړي.

XS
SM
MD
LG